د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بې نظیر بوټو د وژنې پلان جنوبي وزیرستان کې جوړ شوی


د پاکستان پخوانۍ وزیراعظمه بې نظیر بوټو
د پاکستان پخوانۍ وزیراعظمه بې نظیر بوټو

ظفر کریمي مشال - راډيو

کراچۍ :- د پاکستان د کورنیو چارو مرکزي وزیر رحمان ملک د نهې په مازیګر د سند اسمبلۍ غړو ته په وینا کې وویل چې د بې نظیر بوټو د وژنې منصوبه جنوبي وزیرستان کې جوړه شوې وه او دغه منصوبه د تحریک طالبان پاکستان وژل شوي مشر بیت الله محسود،الیاس کاشمیري او د القاعده یو مشر ابوعبیده المصري په ګډه جوړه کړې وه .

((د مېرمن بوټو د وژلو سازش مکین سېمه کې جوړ شوی و ـ د محترمې د وژلو کوښښونه ددې نه مخکې هم شوي و خو ترهګر خپل هدف ته په پینډۍ کې په رسیدو بریالي شول ))

د رحمان ملک وینا وه چې پخواني فوجي ولسمشر پرویز مشرف بې نظیر بوټو ته ویلي و چې باید بېرته پاکستان ته ستنه نه شي او که چېرته نوموړې ستنه شي ،نو ورسره د ترسره کیدونکي هر سلوک پړه به د مېرمن بوټو په خپله غاړه وي ـ د کورنیو چارو د مرکزي وزیر وینا وه چې د پرویز مشرف د نیولو لپاره به انټرپول ته مراجعه کوي: ((موږ به انټرپول ته مراجعه کوو چې هغه ونیسي او دپاکستان حکومت ته یې حواله کړي ترڅو هغه په دې توګه عدالت ته راوستل شي ـ عدالت کې د نه حاضریدو له وجې هغه مخکې هم اشتهاري ملزم ګرځول شوی دی ))

د سنداسمبلې کې د خپلې وینا په وخت رحمان ملک زیاته کړه چې د افغانستان ولسمشر په ګډون د یو بل اسلامي ملک استازي او د امریکا هیواد د بهرنیو چارو د هغه وخت وزیرې مېرمن بوټو ته د هغې د ژوند په برخه کې د ورپیښو خطرو په اړه ویلي و.

((ولسمشر حامد کرزي هم مېرمن بوټو ته ویلي و چې د هغې ژوند په خطر کې دی ،خو چې کله موږ له هغه څخه د بیان ریکارډ ولو خواست وکړو نو حامد کرزي او د امریکا د بهرنو چارو پخوانۍ وزېرې کنډولېزا رایس دې ټولو د ملګرو ملتونو د کمیشن په وړاندې د بیان ریکارډ کولو څخه انکار وکړو ))

د سند اسمبلۍ غړو سره د مېرمن بوټو د وژنې په باب د پلټونکې ډلې مشر طارق قریشي هم مالومات شریک کړل او د ټي وي سکرین له لارې یې هغه ټول فلمونه ګډونوالو ته وښودل له کومو چې د یاد کیس د پلټنو په برخه کې کار اخیستل شوی دی ـ

بلې خوا ته دپاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشرف څوک چې دا وخت د پاکستان څخه بهر میشت دی ،رسنیو سره یې په خبرو کې د رحمان ملک له خوا په هغه لګول شوي تورونه رد کړی دي او ویلي یې دي چې بې نظیر بوټو دهغه دپاره هیڅ خطره نه لرله ـ د هغه په وینا مېرمن بوټو ته یې د ټلیفون له لارې پاکستان کې هغه وخت د موجودو ستونزو په اړه ویلي وـ

د یادونې وړ ده چې د پاکستان پخوانۍ ړومبې وزیره او د پیپلز ګوند مشره بنظیر بوټو د ۲۰۰۷ ز کال د دسمبر په ۲۷ نېټه د پینډۍ په لیاقت باغ کې په داسې مهال وژل شوې وه کله چې نوموړې په جلسه کې د وینا کولو روستو واپس خپل منزل په لور روانه وه ـ
XS
SM
MD
LG