د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر غیرفعاله سفري روغتون


فرهاد شینواری - خیبر ایجنسی

د خیبر ایجنسۍ د قبایلی سیمو لپاره په ۲۰۰۵ کې د فاټا سیکرټریټ له خوا د فاټا سفري روغتون په نامه د میلینونو روپو پروژه پیل شوې وه،د دغې پروژې مقصد دا وو چې په لرې قبایلی سیمو کې خلکو ته د ډاکټر،ایکسرې،لیبارټرۍ او د ویړیا دوایانو آسانتیاوې کور په کور ورکړي، خو اوس ددغه سیمې خلک وايي چې تر لږ وخته پورې دغه سفری روغتون بسونه وکارول شول،او اوس د نورو قبایلی سیمو په څیر خیبر ته هم نه ورځي.

دوی وایي، چې په دې سیمو کې د صحت بنیادي مرکزونو او د روغتونونو د کمی له امله خلک له یو شمیر ناروغیو او ستونځو سره مخامخ دي،او دغه بسونه اوس د جمرود په سیول روغتون کې غیر فعاله ولاړ دي.

په دې باب د خیبر میری خیلو سیمې یو تن شیر افضل اپریدی وايي چې((زه په خپله د زړه بیمار یم،شوګر او بلډ پریشر مې هم دی،خو دا بسونه موږ نه دي لیدلي،اود صحت دې آسانتیاو ته ډیره اړتیا لرو))

د خیبر ولي خیل سیمې یو تن حضرت حسین وايي چې(( په سیمه کې یې د صحت بنیادی مرکزونه دړې وړې شوي دي،اوچارواکوته پکار ده چې د سفري روغتون دغه بسونه راولیږي.))

په خیبر سیمه کې د فاټا سفري روغتون د بسونو د غیر فعاله حالت په اړه د خیبر ایجنسۍ د صحت څانګې مشر سرجن ډاکټر اعظم وزیر وايي، (( د سفري روغتون دا بسونه ټول فعاله دی،کار کوي،او په تیردوه میاشو کې مو هم د خیبر ایجنسۍ شلمان ،لوړه مینه او شا کس ته لیږلی وو،او میډیکل کیمپونه مو هم لګولي وو)) دوی زیاته کړه چې(( کومو سیمو ته دغه بسونه نه وي ورغلي او که خلک یې له موږ سره تماس ونیسی نو ضرور به یې ورلیږو،او په راروانو لنډو ورځو کې به یې د خیبر ایجنسۍ یوې بلې لرې پرتې سیمې بازار ذخه خیل ته هم واستوو،چې د ځایي خلکو د صحت ستونځې ورسره هوارې شی)).
XS
SM
MD
LG