د لاسرسي ځای

تازه خبر

ورمړي (برکي) ژبه له ورکېدو سره مخامخ ده


د جنوبي وزیرستان کاڼي ګوروم کې د برکیان اتڼ کوي
د جنوبي وزیرستان کاڼي ګوروم کې د برکیان اتڼ کوي
ظفرکریمي مشال ریډیو کراچۍ

ورمړ یا ،، برکي،، هغه ژبه ده چې د جنوبي وزیرستان په کاڼي ګورم سېمه کې ویل کیږي ـ د برکي ژبې ویونکي وایي، په تېرو څو کلنو راهسې سېمه کې د نا امنۍ له وجې ددغې ژبې ډېرې ویونکي د پاکستان بیلا بېلو برخو ته کډه شوي دي ـ په دغو خلکو کې ګڼ شمیر خلق کراچۍ ته هم کوچېدلي دي ـ

له مشال ریډیو سره په خبرو کې د برکی ژبې ویونکو ویلي دي چې که څه هم دوي اوس هم په خپلو کورونو کې دننه په خپله مورنۍ ژبه[برکي یا ورمړۍ] خبرې کوي خو له کوره بهر پښتو او یا هم اردو ژبو ددوي په کشر کُول خپل اغېز شورو کړی دی ـ

د افتاب برکي په نوم یو تن وایي: (( موږ خو پخپله برکي ژبه ډېره کاروو ، خو چې ماشومان مو له کورنو بهر وځي نو بیا یې پښتو زده کړي وي ـ زموږ لپاره زموږ خپله ژبه ډېره ښه ده ـ کلي کې چې کله داسې لانجې مانجې راشي او غیر خلک له موږ سره ناست یې نو موږ خپلو کې په خپله ژبه خبرې کوو ـ نور خلک پرې نه پوهیږي ـ چې دوي څه سره وویل ))

د اکبر زمان برکي په نوم یو بل تن وایي کراچۍ ته کډه شوي برکیان د ښار په یوه برخه کې نه بلکې د ښار داسې سیمو کې میشت شوي دي چې له یوه بله لېرې دي: ((میرداد خېل،امې خېل،المي دا موږ برکیانو کې خېلونه دي ـ موږ د مسودو نه په ژبه او رسم و رواج کې بیخي بېل یوـ د کراچۍ سهراب ګوټ،منګوپیر،ګیدړکالونۍ سلطان اباد او نورو سېمو کې برکیان اباد دي ))

د برکي ژبې ماهر او ددغې ژبې شاعر روزي خان برکي وایي، ورمړۍ ژبه دوی له پیړیو راهیسې ژوندۍ ساتلې ده ـ خو په دې ورستیو کې د بې ځاییه کیدو له وجې د نورو ژبو په برکي ژبه اغیز یې راتلونکی له خطر سره مخامخ کړی دی: ((د هیروډټس له وخته زموږ خلکو دا ژبه ژوندۍ ساتلې ده ـ اوس دې ژبې ته خطره په دې دی چې خلک د خپل ځای نه بې ځایه شول،اوس داسې یوه ټولنه نشته چې دوي ته هغه چاپیرچل ورکړي او دا ژبه په ټولنیز شکل کې ژوندې وساتي ))


دهغه په خبره ددوی له ماشومانو څخه ددوی په ژبه کې ایښودل شوي د ځایونو نومونه او د بوټو نومونه (کوم چې کراچۍ کې نشته) هیر شوی دي او دا وېره هم ده چې دغه ماشومان به ددغې سېمې ژبه او کلتور خپل کړي ـ

روزي خان برکی وایي افغانستان لوګر ولایت کې د برکي ژبې زیاتره ویونکو څخه خپله ژبه هېره شوې ده او اوس یوازې کاڼي ګوروم کې د لسو زرو په شاوخوا کې خلک په دې ژبه خپلو کې سره خبرې کوي : ((په افغانستان کې دا ژبه تقریبا مړه شوې ده ـ لوګر ولایت کې د برکي بارک په نوم یو کلی دی ،زه خپله هلته تلې یم هلته غره کې استوګن لږ غوندې خلک دا ژبه ویلای شي ،خو د هغوی ژبه کې هم د پښتو او فارسي ډېر ټکي راګډ شوي دي ))

ژبپوهان وایي دنیا په نړیوال کلي کې د بدلیدو له عمل که یوې خوا ته ډېر ګټې لرلي دي ، نو بلې خوا ددغې عمل څخه وړې ژبې د ورکېدو په حال کې دي.

د ملګرو ملتونو د ادارې یونیسکو د شمېرې له مخې تر اوسه په نړۍ کې په زرګونه وړې او لوییې ژبې هېرې شوې دي او لا هم د ژبو د هیرولو او ورکیدولو دا لړۍ روانه ده.
XS
SM
MD
LG