د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د ښي لاسو اورپکو ډلو رادبره کېدل


سرچینه: بي بي سي

ژباړه: فرخنده وزیر

بي بي سي لیکي، دفاع پاکستان کونسل چې یو شمیر د ناقانونه ګرځول شوو اورپکو تنظیمونو مشران پکې شامل دي ، اوس په دې کوښښ کې دي ، چې په سیاست کې راشي، او ځان له د امریکا مخالف جذباتو خورولو له وجې په ولس کې ملګري پیدا کړي.

بي بي سي لیکي، په پاکستان کې ولسي حکومت چې دا وخت پوځ او عدلیی لخوا د مشکلاتو سره مخامخ دی، یو بل تحریک چې زیاتره پکې توندروه ډلې شاملې دي ، اوس یو ځل بیا په تیزۍ سره مخ په وړاندې روان دی، چې د دفاع پاکستان کونسل په نوم وپیژندل شو.

دفاع پاکستان کونسل چې د تیر کال د نومبر میاشتې د نیټو لخوا په پاکستاني ځواکونو د حملې وروستو جوړ شوی، زیاتره پکې ناقانونه ګرزول شوې ډلې شاملې دي. د دغه تنظیم د سر مشران په پاکستان کې د سخت دریزو ډلو سره تعلق لري چې جهادي نظریه لري، او زیاتره د امریکا مخالف جذبات خوروي.

بي بي سي لیکي په دغو کې یو مولانا فضل الرحمان خلیل هم دی، چې په کراچۍ کې ګڼ شمیر پلویان لري ، د یو شمیر اورپکو ډلو سره تړاو لري.

د هغه په اړه اوس هم داسې ویل کیږي چې د یوې اورپکې جهادي ډلې حرکت المجاهدین مشر دی، دغه ډله په افغانستان کې د شوروي اتحاد د جګړې د ختمیدو وروستو جوړه شوې وه، او په اړه یی دا هم ویل کیږي د القاعده سره نږدې اړیکې لري.

بي بي سي وړاندې لیکي مولانا خلیل وایی، حرکت المجاهدین اوس ختم شوی او هغه اوس غواړې د خپلې موجوده ډلې انصارلامه فکر خور کړي او خلک د امریکا د پاکستان مخالف جذباتو خبر کړي. مولانا خلیل امریکا ته د مطلوبو ترهګرو په لسټ کې هم شامل دی. په تیرو نږدو ورځو کې په لاریونو کې مصروف ولیدل شو، او غواړي د دفاع پاکستان کونسل نه یو سیاسي طاقت جوړ کړي.

په دغه کونسل کې جماعت دعوا او اهل سنه الجماعت ډلې هم شاملې دي، چې په یو شمیر ترهګرو پیښو کې ککړ دي، او د مولانا خلیل انصارا لامه ډله هم د حرکت المجاهدین لپاره کار کوي. د پاکستان حکومت وایي د دوي لاسونه د عدالت هغې فیصلې تړلي ، چې دغه ناقانونه ګرځول شوي تنظیمونه اوس د نوو نومونو لاندې کار کوي.

د دفاع پاکستان په غوڼډو کې پولیس چارواکو مولانا محمد احمد لودیانوي ته پاسي او سلوټ کوي، چې د سپاه صحابه اورپکې ډلې مشر دی.او دغه ډلې د عامو خلکو په وژنه کې ککړې ګرځول شوې دي، خو مولانا خلیل بیا وایي دوی یوازې احتجاج کوي.

څیړونکي وایي مولانا خلیل اوس هم د حقاني ډلې سره په رابطه کې دی، او په اړه یی دا هم ویل کیږي د اورپکو ډیر مشران لکه الیاس کشمیري او بدر منصور یی روزلي هم وو، هغوی دواړه په ډرون بریدونو کې وژل شوې دي.

دلته پوښتنه دا ده چې څنګه بیا داسې ډلې په ولس کې خوښي پیدا کړي. بي بي سي وایې دوی خپله یوه ویب پاڼه لري، او حتا چې په ټویټر هم موجود دي، او چندې هم راټولوي. او کیدای شي په راروان وخت کې دفاع پاکستان کونسل نور هم داسې جلسې او مظاهرې وکړي ، چې ځان له ډیر ملاتړي پیدا کړي.
XS
SM
MD
LG