د لاسرسي ځای

تازه خبر

ستر خوشال نازول غواړي


خوشال قدر که اوس په هیچا نشته
پس له مرګه به یې یاد کړي ډېر عالم

قاسم خان مندوخیل

د پښتنو د ستر لیکوال،فلسفي،ننګیالي او شاعر خوشحال خان خټک ۳۲۳م تلین پرون د پښتونخوا صوبې په ګنو برخو کې نن د فبرورۍ په ۲۰ مه نېټه ولمانځل شوه.

ستر خوشال خان بابا د پښتانه قام ملي اتل، لارښود، ټولنپوه، وګړپوه، سالار، ننګیال، طبیب، او لنډه دا چې د ژوند د ګڼو اړخونو پوهاند وو.هغه د پښتانه قام ناخوالې، کړاونه، تربګنۍ ،ناپوهې، او په وړو وړو خبرو کرکې او نفرتونه په ګوته کړي دي.

سترخوشال وايي،

پښتانه د بدنیتی د خصومت دی
په مېړانه او شجاع کې ورکړه شاش

یانې پښتانه په مېړانه او شجاعت کې له هیچا هم کم دي خو تربګینو او بدنتیو یې ملي پيوستون ته زیان رسولی دی.

نو ځکه ددغه وړو وړو کرکو او نفرتونو نه د راوتو لپاره دی وايي چې بیاد پښتانه په خپل ملي چوکاټ کې وپیل شي، چې د هغه په ګمان ملي او قامي غولۍ یې افغان او افغانیت دی.

د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګیالی د زمانې خوشال خټک یم

دلته ستر خوشال د هغه مهال حالات انځوروي چې د خپل قام په ننګه یوازې زه راپورته شوی یم چې څرک یې په یوه بل شعر کې هم داسې ښکاري.

نوره واړه پښتونخوا په ځای مېشته ده
غم یوازې د خوشال خټک په کور دی

مانا دا چې د پښتانه په ننګه یوازې زه خوشحال ولاړ یم.

ستر خوشال نه یوازې د پښتنو فکري او سیاسي لارښود وو بلکې د خپل فکر لپاره یې عملي مبارزه کړې او د پښتنو پرکلیو بانډو یې یونونه کړي وو، د پښتنو وطن یې له کندهار تر اټکه لیدلی چې په خپل شعر کې یې داسې بیانوي

درست پښتون له کندهاره تر اټکه
سره یو دننګ په کار پټ او آښکار

په دې شعر کې هغه د پښتانه قام جغرافییه ښودلې چې دوی باید تر یوه نظم لاندې سره وپیل شي.او د خپل قام په ننګه څرګند او د پردې تر شا یوموټي ودري.

نو نن د ستر خوشال بابا ورځ لمانځل د خپل قام ملي حافظه بیرته پرځای کول دي چې زموږ اوسنی کول یې په کارنامو خبر شي او د خپل ځان لارښود او رول ماډل یې وګرځوي.



پکار دا ده چې د پښتونخوا اوسنی حکومت د هغه په نامه په خپله صوبه کې پوهنتونونه پرانیزي، د صوبې په لروبر لویو وړو ښارونو او ښارګوټو کې د هغه غټ غټ تصویرونه ولګوي، ګڼې کوڅې او لارې د هغه په نامه کړي، د هغه پر مزار یو ستر موزیم جوړ کړي، د هغه د زوکړې او تلین ورځ قامي رخصتي وګرځوي.

د خوشال بابا د تصویرونو سوغاتي توکي (سیوینیر) جوړو کړي.
د هغه مزار په یوه غټ علمي مرکز واړوي.د صوبې په ټولو سکولونو، کالجونو، پوهنتونونو او نورو سرکاري تدریسي او علمي مرکزونو کې لایبریریانې او ګڼې څانګې د هغه په نامه ونومول شي.نو هله موږ ویلای شو چې ...........

قدر د مشرانو په لېمو کوو

که نه نو دا به ځان او بل تېر اېستل وي چې زموږ دا بابا ،ها بابا فلانی بابا مو د سر سترګې دي خو چې کله هغه ته د پيرزوینې ګړۍ راځي نو هغه د چا خبره،

چې له سترګو دې کړم لرې نو د شونډو هم هېرېږم
XS
SM
MD
LG