د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوڅو غږ که پاکستان نه اوري، امریکا ته خو ورسېد


دبلوچستان پخوانی وزیراعلی سردار اختر جان مینګل
دبلوچستان پخوانی وزیراعلی سردار اختر جان مینګل
خدای نور ناصر - مشال راډیو

کوټه:- دبلوچستان پخواني وزیراعلی او بلوچستان نیشنل ګوند مشر سردار اختر جان مینګل له دوبۍ پر ټیلیفون په کوټه کې د مشال له خبریال خدای نور ناصر سره په خپله یوه ځانګړې مرکه د پاکستان لخوا په امریکا کې د بلوچستان پر خپلواکۍ وړاندې شوي قرارداد باندې اعتراض بې ځایه بللی دی.

اختر جان مینګل وویل زه په دې خبره حیران یم چې ددې قرارداد پر کوم ټکې د پاکستان اعتراض دی. که چیري ددوی اعتراض په حق خود ارادیت باندې دی. نو دا بلوڅو په خپله نه دی جوړ کړی بلکې د اقوام متحده په لومړي چارټر کې دا ویل شويدي. چې هر قوم ته حق خود ارادیت حق حاصل دی. او که چیري ددوی اعتراض په بلوچستان باندې وي نو دا هم هغه بلوچستان دی چې ټول پاکستان يې له لومړۍ ورځې راهیسې لوټي. لاکن ددې صوبې خپل وګړي تر ننه پوري وږي دي. که چیري ددوی اعتراض په حق خودارادیت او بلوچستان دواړو باندې دی. نو زه له دوی څخه دا پوښتنه کوم چې پاکستان همدا ټکی او نعره د کشمیر لپاره کاروي نو سمه ده او کله چې دا ناره د محکوم او مقبوضه بلوچستان لپاره کارول کېږي نو دوي ته ولي تکلیف دی.

کم از کم په امریکا کې د کانګریس دې غړي مېړانه وښودله او د بلوچستان د خپلواکۍ قرارداد يې وړاندي کړ. اوس دا بېله خبره ده چې دا قرارداد تر کومه ځايه ځي. په دې باندي بحث کېږي که نا؟ دا وروسته خبره ده. خو موږ وايو چې دبلوچستان د خلکو ږغ چې په پاکستان کې نه اورېدل کېدۍ. کم از کم د امریکا تر ايوانونو پوري خو ورسېد.
سردار اختر جان مینګل .

ددې پوښتنې په ځواب کې چې په خپله د بلوچستان وزیراعلی نواب اسلم رئیساني هم په دې سخت تشویش څرګند کړی. نو اخترمیګل وویل : ((کوم خلک چې دا وخت په حکومت کې دي یا د حکومت ملګري دي هغوی خو خپله نوکري کوي. او هغه به کله هم داسي خبره برداشت نه کړي چې ورڅخه ددوی نوکري ته زرر ورسي. تر کومه ځايه چې مجموعي د بلوچستان د خلکو خبره ده نو هغه به د يوه منټ لپاره هم له دې ملک سره ونه اوسي. او ددې لپاره ښه طریقه دا ده چې د اقوام متحده يا يورپي يونین تر سیوري لاندې دي له خلکو څخه وپوښتل شي. که بیا هم د بلوچستان خلکو اکثریت وویل چې موږ له پاکستان سره اوسو نو ماته هیڅ اعتراض نشته.

مینګل صیب! ډېری خلک تردې قرارداد وروسته دا وايي چې په بلوچستان کې هغه حالات نه وو چې د خپلواکۍ قرارداد دي وړاندې شوی وای. آيا په بلوچستان کې داسي حالات وو یا دي چې بلوڅ له آزادي ماسېوا اوسېدای نشي؟

کله چې د يوه قام تاریخ مسخ کړل شي. لکه چې د يوه قام په ثقافت باندي پابندۍ ولګېږي. کله چې يوه قام ته ویل کېږي چې په دې ملک کې ستا هیثیت د يوه غلام په هیث دی. کله چې په يوه قام باندي د انصاف ټولي دروازې بندي کړل شي. او هغه قام د مایوسۍ هغه حد ته ورسېږي. چې هغه روزګار خو پرېږده د دوه وخت ډوډۍ لپاره هم محتاجه وي. نو بیا د آزادی حق د خدای په قانون کې هم ورکړل شوی دی او د دونیا په قانون کې هم

سردار اختر جان مینګل صیب! په امریکا کې تر ولسي اورېدني وروسته د پاکستان وزیراعظم سید يوسف رضاګیلاني دبلوچستان په ستونځه ټول ګوندیز کنفرانس رابللی دی. تاسو یا هم ستاسو ګوند به په دې ټول ګوندیز کنفرانس کې ګډون کوي او که یا؟

مايوه بل چینل ته هم دا خبره وکړه چې زه له وزیراعظم ګیلاني صیب څخه خواست کوم چې دومره بیړه دي نه کوي. په څلور کاله ده ته دبلوچستان ستونځه ورپه یاد نه شوه. اوس يې د حل خبري کوي. هغوی ته دا کول په کار وو، په لومړۍ ورځ چې کله هم جمهوري حکومت راغلۍ نو دبلوچستان په ستونځو يې ټول ګوندیز کنفرانس را بللی وای. خو بدقسمتي دا وه چې دوی پخپلو شوکو غلاګانو بوخت وو. دوی ته بلوچستان هله ورپه زړه شو چې په یوه بل ملک کې ددې صوبې د وګړیو ږغ واورېدل شو. تر کومه ځايه چې په دې ټول ګوندیز کنفرانس کې زموږ د ګوند د ګډون خبره ده نو زموږ ګوند نه هم تر اوسه په داسي يوه کنفرانس کې ګډون کړی دی او نه به يې هم وکړو.


د مشال له خبریال خدای نور ناصر سره په خپلو خبرو کې سردار اخترجان وویل،)) د بلوچستان د خپلواکۍ په اړه چې کوم قرارداد وړاندي شوی دی. موږ دا يو ښه قدم بولو چې له تیرو څلور شپېته کالو راهیسي چې په بلوچستان کې کوم ظلم او زیاتی روان وو. کم از کم په امریکا کې د کانګریس دې غړي مېړانه وښودله او د بلوچستان د خپلواکۍ قرارداد يې وړاندي کړ. اوس دا بېله خبره ده چې دا قرارداد تر کومه ځايه ځي. په دې باندي بحث کېږي که نا؟ دا وروسته خبره ده. خو موږ وايو چې دبلوچستان د خلکو ږغ چې په پاکستان کې نه اورېدل کېدۍ. کم از کم د امریکا تر ايوانونو پوري خو ورسېد...

سردار مینګل صیب! د امریکا په کانګریس کې په دې قرارداد باندي د پاکستان له خوا سخت ردعمل څرګند شوی؟ تاسو به د پاکستان په دې ردعمل څه وایاست؟
XS
SM
MD
LG