د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولور به تر ۲۲۰۰۰۰ افغانیو زیات نه اخیستل کېږي



د خوست ولايت اړوند د ځاځي ميدان ولسوالۍ اوسيدونكو، قومي مشرانو او ديني عالمانو هم د ښځو د ولور د كمولو پريكړه وكړه. قومي مشرانو تړون وكړ، چې له دې ورسته به د ښځې مهر له دوه لکه شل زره افغانيو پورته څوك نه اخلي او مهمه يې دا، چې هيڅوك به په بدوكې نجونې نه وركوي. که له يادې پرېكړې چا سرغړونه وكړه پېنځه لکه افغانۍ ناغه کېږي.


د خوست په ګډون په ټوله لويه پکتيا كې ځيني داسې دودونه او رواجونه له پېړيو، پېړيو روان دي، چې د ګټې پرځاى يې ولس له سختيو سره مخ كړى دى؛ په دې رواجونوكې په بدوكې د نجونو ورکول او پر خويندو او لوڼو ډېر ولوراخستيل هم دى،چې يوازې د ولور د پيسو لاسته راوړلو په موخه ډېرى ځوانان اړشوي چې نورو هيوادونو ته سفرونه وكړي، خو اوس د خوست په ځينو سيموكې د دې ناوړه رواجونو د مخينوي په لړ کې د خوست ځاځي ميدان ولسوالۍ اوسيدونكو هم د دې رواجونو او په ځانګړي ډول د ولور د كموالي او په بدو كې د نجونو نه وركولو پريكړه وكړه.

د دي لپاره چي له دغه مشکل او بد رواج څخه د ځاځي ميدان اوسيدونكي هم خلاص شي، ديني علمانو، قومي مشرانواو ځوانانو په يوه خوله او داسې پريكړه وكړه، چې له دې ورسته به د پېنځو لکو افغانيو پر ځاى څوك له دوه لکه شل زره افغانيو پورته ولور نه اخلي اوكه څوك له دې پريكړې سرغړونه وکړي پر پنځه لکه افغانۍ نغدې ناغې سربېره به له قامه اېستل كيږي.

په دې دې تړون کې غټ ټکي څه وو په اړه يې د ځاځي ميدان يو تن مخور ډا کټر معراج ګل وايي: (( په بدو کې به نجونې نه ور کول کيږي، ولور به دوه لکه شل زره افغانيو پورته نه وي او سره زر به يو تول وي. دا د نجونو لپاره هم ښه شو په دې، چې د ډيرو پيسو په مقابل کې زړو ته واده شوي او بيا يې خودکشۍ کړي دي.))

له دې وړاندې به ځوانانو د ولور پيسې له کومه پيدا کولې په اړه يې د ځاځي ميدان دادبي اوکلتوري ټولنې مشر شفيق صابر وايي: ((يوازې د ولور پيسو لاسته راوړلو په موخه ډېرى ځوانان اړشوي، چې نورو هيوادونو ته سفرونه وكړي. ډير ځوانان په قاچاقي لارو تللي، چې بيا مړى ژوندى کورنۍ ته په لاس ندى ورغلى.))

د دې تړون په ترسره کولو کې د ځوانانو ونډه زياته وه، چې خپل مشران يې را ټول او وهڅول. د ځاځي ميدان دادبي اوکلتوري ټولنې يوتن غړى احمدالله تړون وايي، چې دوى په دې برخه کې ډيرې هلې ځلې وکړې.

نوموړى زياتوي: (( موږ درې مياشتې مسلسل په مشرانو او ديني عالمانو پسې وګرځيدو تر څو دوى را ټول کړو او داسې يو فيصله وکړي. که څه هم دا ولور لا اوس هم زيات دى خو موږ به بيا هم دا کوشش کوو، چې دې کې نور کمى او اصلاح راشي.))

د ياده ولوده چې له دې وړاندې د خوست په صبريو، لکڼو، دوه منده او متون سيمو كې ورته تړونونه شوي او تر ډېره بريده عملي شوي هم دی.
XS
SM
MD
LG