د لاسرسي ځای

تازه خبر

اتلان (پالې شاه)


د پالې شاه انځور
د پالې شاه انځور
د اتلان خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په دې خپرونه کې دا ځل د اتل پالې شاه په ژوند، اند و زیار غږېدلي یو.

نوموړی د اوسني بلوچستان په پښتون مېشته سیمې ژوب کې اوسېده.

د ده کورنۍ له خوسته ژوب ته تللې وه.

د پالې شاه په اړه نامتو پښتون اداکار، لیکوال، او د ډرامو هدایت ورکوونکی جمال شاه وايي، پالې شاه د انګرېزانو په وخت کې دی، شاید ۱۹۳۰ یا ۱۹۳۵ز کال وو چې دی ډېر زیات مشهور شو.

پالې شاه د انګرېزانو پر ضد د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه پیل کړه.

لیکوال او څېړونکی عصمت ظهیر وايي، پالې شاه ((د دې سیمې وطني، ملي غازي وو)) او په ډېره غریبۍ کې یې د پښتنو افغانانو د حقونو لپاره مبارزه پیل کړه.

اتلان خپرونه هره اوونۍ درته د مشال راډیو بشیر ګواښ جوړوي.

خپرونه تاسې د غږ په ځای کې اورېدای شئ:

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:13:25 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG