د لاسرسي ځای

تازه خبر

ستر خوشال د اتلانو خپرونې لومړۍ برخه


د خوشال قدر که اوس هیچا نشته پس له مرګه به یې یاد کړي ډېر عالم
د خوشال قدر که اوس هیچا نشته پس له مرګه به یې یاد کړي ډېر عالم
د اتلانو اوونیزه خپرونه

لیکنه قاسم خان مندوخیل

اتل چې په عربي کې ورته قهرمان په انګلیسي کې هیرو او هندي کې ویر ویل کېږي یو داسې کس وي چې له عامو وګړو جلا شخصیت ولري.

یو شاعر په خپل شعر کې اتل کس داسې انځوروي.

جو دانه قدرې یو لعل پکې پیدا شي
دغه نور واړه د تورو کاڼو غر دی.

اتلان د نبوغ او عبقریت لرونکي کسان وي چې د انګلیسي په یوه متل کې دغه ډول بیان شوی دی.

Genius is 99% perspiration and one % aspiration

مانا دا چې نابغه په سلو کې ۹۹ زیار او محنت دی او یو په سلو کې الهام دی.

اتل او نابغه په دې مانا چې د خپل قام او ملت د رهبرۍ خصلت او استعداد ولري.په اصولو ټینګ ولاړ وي خو په زړه نرم وي.هوډمن وي او خپل ژوند او مسلک کې د نورو لپاره د کامیابۍ یوه نمونه او څلی وي.لکه د ستر خوشحال خټک په شعر کې چې بیان شوی دی.

چې د ستار تړي هزار دي د دستار سړي په شمار دي

او خپله ستر خوشال هم یو له هغه نابغه انسانانو څخه وو چې د پښتون افغان په تاریخ کې یې ساری ډېر په مشکل سره موندل کېږي.

د مشال ریډیو د اتلانو اونیزه خپرونه له ستر خوشال خټک څخه پیلوو چې نه یوازې د ادبي ډګر یو ځلانده سوری دی بلکه د ننګ ازانګې یې خپله په دغه شعر کې اورېدلای شی.

د افغان په ننګ مې وتړله توره ننګیالی د زمانې خوشال خټک یم

خوشال خټک یو داسې هر اړخیز شخصیت وو چې د ژوند ګڼې برخې یې په یوه نه بله بڼه څکلې وې.

د اتلانو اوونیز پروګرام جوړونکی بشیر ګواښ دی چې لومړی هغه یې له سترخوشال خټک څخه پېلېږي.
XS
SM
MD
LG