د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانانو اروپا ته قاچاقوونکې ډلې ۶ کسان نیول شوي


په ناقانونه توګه اروپا ته تلونکي افغانان په ۲۰۰۹ ز کال کې په کوټه کې نیول شوي ول
په ناقانونه توګه اروپا ته تلونکي افغانان په ۲۰۰۹ ز کال کې په کوټه کې نیول شوي ول
حسیبه شهید، مشال راډیو

پراګ - د اروپايي هیوادونو پولیسو د هغې قاچاقبرې ډلې شپږ کسان نیولي چې افغانان یې اروپا ته وړل.

د اروپايي ټولنې عدلي ادارې د جمعې (د فبرورۍ په ۱۷مه) وویل، دې قاچاق وړونکو د یونان له لارې افغانان اروپا ته استول.

دا اداره وايي، په دې عملیاتو کې چې د (پکول) په نامه یاد شوي، د بېلجیم، برتانیا، فرانسې او یونان پولیسو برخه اخیستې ده.

دې قاچاقبرانو په تېرو ۱۰ میاشتو کې شا و خوا ۵۰۰۰ کسان اروپايي هیوادونو ته انتقال کړي او له دې لارې یې په میلیونونه ډالره تر لاسه کړي دي.

تر دې مخکې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي ول، په کال کې شا و خوا ۵۰ زره افغانان په نا قانونه توګه یونان ته داخلېږي.

ټاکل شوې چې د مارچ په میاشت کې به په رسمي ډول په یونان کې د افغانستان سفارت پرانیستل شي.

اوس مهال د دواړو هیوادونو تر منځ سفارتي اړیکي، په اېټالیا کې د افغانستان د سفارت په وسیله ساتل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې تېر کال په خپل یوه رپورټ کې ویلي ول، له جګړه ځپلو هیوادونو اروپايي هغو ته ډېر کډوال په نا قانونه توګه داخلېږي.

د ۲۰۱۱ز کال پر مهال په لیبیا، تونس او مصر کې د نا کرارۍ له کبله په زرګونه کډوال اېټالیا او تر هغې وروسته بیا فرانسې ته په ناقانونه توګه تللي ول.

خو د کار پوهانو په خبره، د قاچاقبرانو دا کار چې افغانان اروپايي هیوادونو ته انتقالوي له ګڼ شمېر خطرونو ډک دی.

په دې وروستیو کالونو کې داسې ډېر رپورټونه خپاره شوي دي چې په کې د هغو افغانانو د مرګ خبرونه راځي چې د قاچاقبرانو په وسیله اروپايي هیوادونو ته د پناه غوښتو لپاره ځي.
XS
SM
MD
LG