د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاړه چینار برید: د وژل شویو شمېر ۲۷ شو


د پاکستان پوځ په پاړه چینار کې د ګزمې پر مهال
د پاکستان پوځ په پاړه چینار کې د ګزمې پر مهال
پاړه چینار - د پاکستان د قبایلي سیمې کورمې په ځانمرګي برید کې د وژل شویو شمېر ۲۷ ته رسېدلی دی.

برید د جمعې تر لمانځه وروسته، د پاړه چینار په بازار کې له یوه جومات سره شوی وو چې په کې ۵۶ کسان ژوبل شوي هم ول.

په ژوبلو شویو کې شپږ کسان، چې حالت یې خراب وو، پېښور ته منتقل کړل شوي دي.

ښکار شوي زیاتره کسان شیعه مسلمانان دي.

د پاړه چینار د روغتون یوه ډاکتر، سلطان علي شاه مشال راډیو ته وویل، په ښکار شویو کې یواځې یو کس سني وو نور ټول شیعه ګان دي.

په کورمه کې د شیعه ګانو یو سازمان انجمن حسینیه د دې پېښې له کبله د درو ورځو ویر اعلان کړی دی.

په دې ترځ کې د شنبې په ورځ د پاړه چینار بازار په احتجاجي توګه تړل شوی دی.

تر دې برید وروسته، خلکو خپل مړي ښخ کړي دي.

په دې پېښه کې یوه ژوبل کس سید مشرف مشال راډیو ته وویل:

((د شلوزان اوسېدونکی یم. پاو کم دوه بجې دا [برید شوی] وو. په دې کې [مې] په ټول ځان چرې لګېدلي دي. ټوله کورمه د [پوځ] په کنټرول کې ده د خلکو تالاشي کېږي. تر دې مخکې څلور کاله د توریانو په کنټرول کې وه. هغه وخت چاودنې نه کېدې. دا دوه، درې میاشتې شي چې کنټرول له حکومت سره دی او چاودنه وشوه.))

د دې برید پړه د کورمې د طالبانو ډلې، تحریک طالبان اسلامي پاکستان، پر غاړه اخیستې ده.

د کورمې انتظامي چارواکي وايي، تر پېښې وروسته یې سخت امنیتي تدابیر نیولي دي.
XS
SM
MD
LG