د لاسرسي ځای

تازه خبر

د یوسف رضا ګیلاني وزیر اعظمي


ژباړه: نجیب عامر، مشال راډیو
سرچینه: نیوز آن لاین
لیکوال: نادر حسن

په نیوز ان لاین کې لیکوال نادرحسن دپاکستان د وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني په اړه لیکي چې هغه د بي نظیر بوټو تر وژل کېدو وروسته، په حادثاتي ډول، د وزیر اعظمۍ چوکۍ ته رسیدلی وو.

په داسې حال کې، چې د پیپلز ګوند مشر سیاست وال امین فهیم تر ټولو پیاوړی نوماند ګڼل کېده خو دا چانس ګیلاني ته ورکړل شو ځکه چې هغه د اصف علي زرداري لپاره تر ټولو خوندي کس ګڼل کېده.

مجله لیکي په ۲۰۰۸ز کال کې چې د انتخاباتو په نتیجه کې پیپلز ګوند اکثریت تر لاسه کړ او د ګډ حکومت د جوړولو لاره ورته برابره شوه نو داسې ښکاریده چې د وزیر اعظمۍ دچوکۍ لپاره به ممکنه ده د چودري احمد مختار او شا محمود قریشي ترمنځ د کوم یو ټاکنه وشي خو دا موقع یوسف رضا ګیلاني ته ورکړل شوه .

لیکوال نادرحسن لیکي د وزیر اعظم په توګه تر ټاکل کیدو وروسته د یوسف رضا ګیلاني لپاره لومړنۍ میاشتې ښې نه معلومیدې ځکه هغه ته د یو ګوډاګي وزیر اعظم په توګه کتل کیدل څوک چې یوازې په دې موخه ټاکل شوی چې د اصف علي زرداري لپاره کومه ستونزه جوړه نه کړي ، په چوپه خوله خپله پينځه کلنه موده پوره کړي او بیا له هغه د دې کار لپاره مننه وشي.

په مقاله کې وړاندې راغلي خو اوس چې د هغه د کار د مودې ختمیدو ته یو کال پاتې دی د ګیلاني فعالیتونو ټول خلک حیرانه کړي دي.

په پیپلز پارټۍ کې نوموړی یو له هغو څو کسانو څخه دی چې د پاکستان په پوځ یې د سختو نیوکو د کولو جرات وکړو. نوموړي په داسې وخت کې چې دملي پخلاینې دقانون په سر یې حکومت د نسکوریدو د ویرې سره مخ و ، د پوځ په سر لښکر جنرال اشفاق پرویز کیاني او د استخباراتي ادارې ( آی ایس آی ) په مشر جنرال احمد شجاع پاشا باندې نیوکې وکړې او هغوی ته یې دا تاثر ورکړو چې هغه یوازې دپاکستان خلکو ته جواب ده دی.

مجله لیکي کله چې پوځ په مومندو کې د ناټو دعملیاتو په سر واویلا کوله نو ګیلاني پرې ځوابي ټکونه وکړل چې اسامه بن لادن ته پاکستان کې د وسیدو ویزه چا ورکړې وه . نوموړي د خپل سیاسي سباوون پیل د پوځي ډیکټاټور جنرال ضیا الحق د واکمنۍ پر مهال کړی و خو نن هماغه کس دی چې پوځ ته سترګې برندوي.

په نیوز ان لاین کې لیکوال نادرحسن وړاندې لیکي یوسف رضا ګیلاني دا خبره خلکو ته جوتول غواړي چې پوځ د حکومت په چارو کې لاس وهنه کوي او د بهرنۍ کړن لاره یې په خپل قابو کې ساتلې ده خو نوموړی هغه حدونه نه پار کوي چې په نتیجه کې به یې پوځ دې ته اړشي چې هغه له دندې لرې کړي.
XS
SM
MD
LG