د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاړه چینار کې چاودنه، ۷ وژل شوي، طالبانو پړه ومنله


دا پاړه چینار دی. دلته دا خلک د پوځ په هیلي کاپټر کې د سپرېدو لپاره انتظار باسي. دا انځور د ۲۰۱۱ز کال د جنورۍ د میاشتې دی.
دا پاړه چینار دی. دلته دا خلک د پوځ په هیلي کاپټر کې د سپرېدو لپاره انتظار باسي. دا انځور د ۲۰۱۱ز کال د جنورۍ د میاشتې دی.
پاړه چینار- د پاکستان د قبایلي سیمې کورمې په پاړه چینار کې چاودنه شوې ده.
را رسېدلي رپورټونه وايي، چاودنه د پاړه چینار په بازار کې له جومات سره نېږدې شوې ده.

دا پېښه هغه وخت وشوه چې خلک د جمعې تر لمانځه وروسته له جوماته د باندې وتل.

په سیمه کې په روغتون کې ډاکتر حبیب الله جان مشال راډیو ته ویلي ۴۵ ژوبل کسان ورسره په روغتون کې دي.

((دلته له موږ سره اووه کسان [وژل] شوي دي. هغه چېرته چې [چاودنه] شوې د هغه ځای مالومات نه لرم چې څومره به [مړه یا ژوبل] وي.))

ډاکتر حبیب وايي، ځېنې ژوبل کسان یې په وارډونو کې اچولي، ځېنې د جراحۍ په څانګه کې دي او عملیات یې کېږي او ځېنو ته یې بیا لومړنۍ طبي مرستې ورکړې دي.

نوموړي مشال راډیو ته وویل، د کورمې په بازار کې له الفاروق هوټل سره نېږدې د موبایل ټیلي فون دوکانونه دي، نو هلته خلکو ورته ویلي یو دم درز شو او تر دې وروسته بیا تیاره خپره شوه.

دی وايي، خلکو ورته ویلي، هیڅ پته نه ده لګېدلې چې دا ځانمرګی برید وو او که بل څه.

ډاکتر حبیب الله جان زیاتوي، تر چاودنې وروسته چې تیاره شوه نو ((بیا چغې شروع شوې.))

د کورمې انتظامي چارواکي وايي، دوی ته هم تر اوسه نه ده مالومه چې چاودنه ځانمرګی برید وو او د بل څه شي په نتیجه کې شوې ده.

دوی وايي، تر پېښې وروسته امنیتي سر تېرو سیمه په خپله ولکه کې اخیستې ده.

د پاړه چینار د دې برید پړه د (تحریک طالبان اسلامي پاکستان) په نوم ډلې اخیستې ده.

د دې ډلې مشر فضل سعید حقاني له نا مالومه ځای مشال راډیو ته په ټیلي فون ویلي، نن یې پاړه چینار ته ځانوژونکی برید ګر استولی وو چې دا حمله یې وکړه.
XS
SM
MD
LG