د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد کې د پاکستان،ایران او افغانستان غونډه


اې ایف پي خبري اژانس په اسلام اباد کې د پاکستان ، افغانستان او ایران تر مینځ په درې اړخیزه خبرو لیکي چې دغه به د سیمي په امنیت او پرمختګ څه مثبت رول وغورځوي . اخوا نیویارک ټایمز وایي، د عراق او افغانستانه د امریکایي جنګي ځواکونو د وتلو ورستو به هم امریکا خپل نیول شوې دښمنان قیدي ساتي.

اې ایف پي خبري اژانس لیکي، په پاکستان کې د افغانستان او ایران ولسمشران به په دغه سیمه کې د امنیت په ښه کولو او د یو بل سره په تجارت مهمې خبري کوي. او زیاتوي ممکنه ده په دغه درې اړخیزه خبرو د تهران او اسراییل ترمینځ روان اوسني تورونه هم اثرات وغورځوي. اسراییل روانه اونۍ په جورجیا، هند او تاییلینډ کې د خپلو سفارتکارو پرضد د ترهګر بریدونو تورونه په ایران لګولي دي.

چې دغه دا خبره هم ښکاره کوي، امریکا او یا اسراییل ممکنه ده، د ایران خلاف پوځي عملیات وکړي.

اې ایف پي د یو پاکستاني چارواکي د خولې لیکي، دوي داسې فکر نه کوي، چې ګنې د ایران او اسراییل ترمینځ تاو تریخوالې به دغه سر مشریزه غونډه متاثره کړي. ددې خبرو یو مهم مقصد دا هم دی، چې په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو سره د سولې په عمل د پاکستان سره کوټلې خبري وکړل شي، چې د دغه هیواد لس کلن جنګ اوس په یو تل پاتې امن او سوله کې بدل شي. کابل په دې هم اندیښمن دی، چې باید د امریکا او طالبانو سره د خبرو په عمل کې د پامه ونه غورځول شي.

په دې وروستو کې د اسلام اباد او واشنګټن اړیکې د کړکیچ سره مخامخ شوې دي، او د امریکا د نیوکو باوجود هم پاکستان وایي دوي د تهران سره د بلینونو ډالرو د ګیس د پایپ لاین د منصوبې په اړه به خبري کوي، چې د خپل هیواد د توانایی په بحران یو څه قابو ومومي.

اخوا په امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټایمز کې د افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو په اړه مقاله وايی، د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیټا په دې وروستو کې دا وویلي وو، امریکا هیله لري چې په ۲۰۱۳م کال به د دغه هیواده خپل ځواکونه وباسي ، څه رنګ چې دوي په عراق کې پالیسي خپله کړه. خو په ګونتنامو او داسې نورو ځایونو کې به لا هم خپل دښمنان بندي ساتي. چې دې نه دا هم مالومیږي ، که څه هم د عراقه او افغانستانه د امریکا ځواکونه ووځي، خو دوې به په دغه سیمه کې خپل اثر تر هغې جارې ساتي تر څو یی دښمن ته په مکمکله توګه ماتې نه وي ورکړی.

ورځپاڼه لیکي ، امریکا د عراق او افغانستان جنګ ختموي خو ولې دا هم وایي چې قیدیان به لاهم په خپله ولکه کې ساتي ، چې دغه دا پوښتنې هم راپورته کوي ، دوې به د دغه خلکو په قید کې د ساتلو لپاره په ایینده کې څه جواز ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG