د لاسرسي ځای

تازه خبر

د دفاع پاکستان سخته دریځه ګوندونه


بشير ګواښ – مشال راډيو


پراګ:- په پاکستان کې د دفاع پاکستان کونسل د نامه لاندې سخت دريځه ګوندونه رايوځای شوي. په کونسل کې مذهبي او په ترهګرۍ تورنې ډلې لکه لشکر طیبه چې اوس يې نوم جماعت الدعوه دی او د حکومت ضد ډلې شاملې دي.

ايسوسيټيډ پريس خبري اژانس يا ای پي ليکلي چې په دفاع پاکستان کونسل کې ټول هغه خلک راغونډ شوي چې له امريکا نفرت کوي او په افغانستان کې د طالبانو ملاتړي دي. د پاکستان د جمعيت اسلامي ډلې يو غړی سراج الحق چې ګوند يې د دې کونسل برخه ده وايي چې د دفاع پاکستان کونسل موخه د پاکستان دفاع کول دي. له هغې مې وپوښتل چې آيا دا د پاکستاني پوځ کار نه دی؟ ده وويل: (( يقينا د پوځ کار دی. له پوځ څخه دا توقع کيده خو شپږ اوه اته کاله نه دا کار پوځ وکړ او نه حکومت. قوم، پوځ او ټولې ادارې بايد په قومي دفاع متفقه وي کنه نو پوځ او حکومت په يوازې توګه دا کار نه شي کولی.))

خو د سياسي چارو څيړونکی عرفان اشرف وايي چې دفاع پاکستان د پوځ حلاف چې د ترهګرۍ په مخنيوي کې پاتې راغلی، خبره نه کوي. هغه وويل: ((حکومت غواړي چې د ناټو سره د رسد د لارې پر پرانیستلو او امريکا سره د افغانستان په مسله خبرې وکړي خو د داسې ډلو د راپورته کيدلو له وجې چې په حکومت فشار اچوي، دغسې هلې ځلې خرابيدلی شي.))

که څه هم سراج الحق مشال ريډيو سره په خبرو کې دا تورونه رد کړل چې د پاکستان د پوځي ایسټبليشمينټ له خوا د دفاع پاکستان کونسل ملاتړ کيږي خو عرفان اشرف وايي چې دا خبره د دوي د کار او تاريخچې سره سمی نه خوري. هغه زياتوي چې که د دې مذهبي ډلو تاريخچې ته نظر وکړئ نو وبه وينئ چې دوی له ډير وخته راهیسې دوی ته پوځي ایسټبليشمينټ مرستې ورکوي.

د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعيت علمای اسلام ګوند په دې کونسل کې نه دی شامل. وياند يې مولانا جليل جان د دې کار د وجې په اړه وويل: (( [په دفاع پاکستان کونسل کې] ټول د لال مسجد قاتلان راغونډ شوي دي او د جنرالانو طامن پکې دي.د خدای شکر دی چې د دغسې يوې ګناه حصه نه يو.))

دفاع پاکستان کونسل په لاهور او کراچۍ کې درنې جلسې کړي. د رسنيوو د رپورټونو ترمخه د دوی په غونډو کې د ترهګريزو بريدونو د چل د ښودلو سي ډي ګانو د خرڅولو ترڅنګ د وسلو نمایش هم کيږي چې د سراج الحق په وينا کومه بده خبره نه ده.

څيړونکي عرفان اشرف وايي چې دفاع پاکستان کونسل د لاندې راغونډې شوي ډلې حکومت د ترهګرۍ د ختمولو لپاره د افغانستان او امريکا سره خبرو ته نه پريږدي او پرې دوامداره فشارونه اچوي.

ايسو شيټيد پريس خبري اژانس په خپل رپورټ کې ليکلي چې په دې غونډو کې د جماعت الدعوه مشر حافظ سعيد چې د هند له خوا په ممبئ کې له سلو زياتو کسانو د وژلو د تورونو له امله مطلوب دی، د امريکا خلاف وينا وکړه.

XS
SM
MD
LG