د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېټاګون د افغان ماموریت سپارلو جزیات وړاندې کړي



د امریکا د دفاع وزارت پنتاګون تیره ورځ په افغانستان کې د جنګي ماموریت د سپارلو په برخه کې د خپل پلان نوي جزییات وړاندې کړي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس لیکي، اوس به د امریکا ددغه جنګي ماموریت ډیر پام د افغان ځواکونو روزنې او دوی ته د سلامشورو پرورکولو کیږي . دغه ځواکونه ورو ورو د ايتلافي ځواکونو جنګي بار په خپلو اوږو اخلي.

د اسوشیتید د رپوټ له مخې ، امریکایی پوځ په دې هیواد کې میشت پنځه کنډکونه افغانستان ته د اپریل او اګست ترمنځ سپارلو لپاره ګمارلي ، چې هلته د افغان ځواکونو د ګمارنې او خوندیتوب په برخه کې کار وکړي.

امریکایی پوځ په افغانستان کې د لس کلنې جګړې وروسته دې ته د نوي ماموریت نوم ورکړی دی.

رپوټ زیاتوي ، چې په هر کنډک کې به د خپل نیمایی شمیر نه کم سرتیري وي او یوازې به پکې د دفاع وزارت د ملکي څانګې استازي او پوځي افسران وي ،په افغانستان کې به د دوې اتلس کسیزه ډله د افغان ځواکونو په روزنه او سلا مشور کار وکړي.

دا له عراقه د امریکايی ځواکونو دوتلو نیټې څخه د پنځلس میاشتې مخکې ورته عمل دی چې په افغانستان کې ترسره کیږي.

د پوځ یو مشر جنرال تیره اونې په پنتاګون کې خبریالانو ته وویل، چې دغه کنډکونه به د افغان پوځ او پولیسو سره له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو پورې کار کوي.

اسوشیېټیډ پریس ددغه لوړپوړي پوځي افسر له خولې لیکي، چې دغه اتلس کسیزه ډله به د افغانستان په هغو سیمو کې چې اورپکیتوب یا وسلوال فعاله او افغان ځواکونو په کې په ځانګړي توګه کمزوري دي ، کار وکړي.

پنتاګون په دې اړه چې دغه رزنیزه لمړنې ډله به افغانستان په کومې برخې کې کار کوي څه نه دي ويلي.
د دغو پنځو ډلو ټولټال شمیر درویشت زرو ته رسیږي.
XS
SM
MD
LG