د لاسرسي ځای

تازه خبر

"بلوچستان کې له بشري حقونو سرغړونه کېږي"


سینیټر افراسیاب خټک
سینیټر افراسیاب خټک
خدای نور ناصر- مشال راډيو

د پاکستان د سینیټ څلور کسیزه کمېټۍ بلوچستان ته راغلې او ددې صوبې په ناامنه حالاتو يې له بېل بېل ډلو سره لیدلي. د چارشنبې په ورځ دې کمېټۍ ته د بلوچستان د کورنیو چارو د وزارت له خوا مالومات ورکړل شو. د بلوچستان د کورنیو چارو له چارواکو سره تر خبرو وروسته د سینیټ ددې کمېټۍ مشر افراسیاب خټک خبري رسنیو ته وویل،

” دلته له بشري حقونو څخه بیخي زیاته سرغړونه کېږي. او په بېلا بېلو شکلونو کي تشدد کېږي. خو تر ټولو زیاته د تشویش خبره دلته د خراب شویو مړيو موندنه ده. دبلوچستان تر ټولو حساسه او مشکله ستونځه دا وخت همدا ده. “

سینیټر افراسیاب خټک په دې خبري غونډه کي زیاته کړه، ډېری خلک داسي وايي، چي د بلوچستان په ناامنۍ کي د پاکستان استخبارات لاس لري. دده په خبره که حکومت ددې سپیناوی ونه کړه. نو خطرناکه نتایج به يې مخې ته راشي.

د سینیټ په دې کمېتۍ کي دسینیټر افراسیاب خټک په شمول سینیټر ثریاامیرالدین، سینیټر فرحت عباس او سینیټر حافظ رشید ګډون درلود.

د سینیټ ددې کمېټۍ مشر افراسیاب خټک په خبري غونډه کي زیاته کړه خپل حکومت ته به خواست کوي. چي خپل استخبارات قابو کړي او نور د بلوچستان حالات خراب نه کړي.

؛زموږ دا کمېټۍ به د پارلیمان له لارې د یوه داسې قانون سپارښتنه کوي، چي استخبارات په خپل قابو کي راولي او هغوی د حکومتي پالیسیو مطابق کار وکړي. او داسي کار ونه کړي چې ملک او د ملک سلامتیا ته زرر ورسي؛

د شورو/چارشنبې په ورځ یادې کمېټۍ دبلوچستان د کورنیو چارو د وزارت له چارواکو سره سره د بشري حقونو د سازمان له مشرانو سره هم ولیدل. په دې لیدنه کي د بلوچستان د کورنیو چارو د وزارت له خوا دې کمېټۍ ته يو رپوټ وړاندي شو. چي د افراسیاب خټک په خبره د کمېټۍ یو تن هم ورڅخه مطمين نه شو. له مشال راډيو سره په خبرو کي افراسیاب خټک زیاته کړه.

؛ له هغه رپوټ څخه موږ په دې مطمين نه شوو چي په هغه کي ټولي هغه خبري وې چي پولیس او استخبارات يې کوي. او له دې سره ډېری نوري داسي نیمګړتیاوي وې، چي موږ يې مطمين نه کړو؛

د پاکستان د سینیټ یاده کمېټۍ وروسته له هغې بلوچستان ته راغلې، چي څو ورځي وړاندي په امریکا کي تر يوې اولسي اورېدني وروسته دبلوچستان په حالاتو د تشویش څرګندونه شوې وه. که څه د پاکستان پارلیمان په امریکا کي ددې اورېدني مخالفت وکړ او دا يې د پاکستان په کورنیو چارو کي لاس وهنه وبلله، خو پخپله د پاکستان د سینیټ دې کمېټۍ هم هغه خبرې چي امریکا کړې وې، يو واري بیا تکرار کړې.

په داسي حال کي چې دې کمېټۍ هم د پاکستان استخباراتو ته په اشاره سره وویل د لادرکه بلوڅو او خراب شويو مړيو په موندنه کي دوی لاس لري. بلوڅ ملتپالو په وار وار همدوی په دې تورن کړي. چي ددوي کسان لادرکه کوي او بیا يې خراب شوي مړي په دښتونو کې وموندل شي. خو بلي خوا ته د بلوچستان حکومت بیا هم په وار وار دا تورونه ناسم بللي.

په بلوچستان صوبه کي له تیرو څو کلونو ناامنۍ وروسته له تیري څه مودې راهیسې بلوڅ ځوانان لادرکه کېږي. چي د بلوڅ ملتپالو په وینا شمیر يې زرګونو ته رسېږي. د بشري حقونو سازمان يې شمیر په سوونو کي یادوي خو د پاکستان او بلوچستان حکومت يې بیا شمیر يواځي د يونیم سلو په شاوخوا کي مني. په دې لادرکه کسانو کي بیا د ځينو خراب شوي مړي موندل شوي چي بلوڅ ملتپالي یې شمیر تر ۳۵۰ زیات یادوي. د بشري حقونو سازمان يې د ۲۵۰ په شاوخوا کي یادوي. او حکومت يواځي څو تنه یادوي چي خراب شوي مړي يې موندل شوي.
XS
SM
MD
LG