د لاسرسي ځای

تازه خبر

امنیت د ملي پخلاینې پر وړاندې


لیکوال او خبریال احمد رشید
لیکوال او خبریال احمد رشید

په نیو یارک ریویو ویب پاڼه کې احمد رشید د افغانستان د امن په اړه لیکي، له طالبانو سره د خبرو او په ۲۰۱۴م کال کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروستو د افغان حکومت او د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو لپاره یو د ازمایش ګړۍ شوروکیږي، چې باید افغان حکومت ورله د اوس نه تیاری ونیسي.

په نیو یارک ریویو ویب پاڼه کې احمد رشید لیکي، په افغانستان کې د یوولسو کالو د جنګ وروستو طالبانو په ډاګه وویل، چې دوی په قطر کې د امریکا سره خبرو ته تیار دي، چې دغه د افغانستان په ثبات او امن کې یو مهم پرمختګ دی.

اخوا طالبان وایي دوی یواځې له امریکا سره خبرو ته تیار دي، او دا هم وایي ، چې اوس یواځې خبرې د افغانستان د مسلې حل دی.

په دې خبره شکونه او نیوکي روانې دي، چې ایا په دغه هیواد کې د نیټو ځواکونو رول مثبت هم وو، او که نه. ځکه چې وسلوال طالبان د القاعده په مقابل کې په دې کې زیات کامیاب شوي ، چې یو وارې بیا سره رایو ځای شي.

د اوړي پر مهال په جګړه کې هغوی ۲۵ زره جنګي کسان رایو ځای کړل، چې هم دومره شمیره یی په ۲۰۰۵ او ۲۰۰۶م کالونو کې هم وه. او دغه وسلوال طالبان په ګاونډي هیواد پاکستان کې محفوظ ځایونه لري، او له هغه اړخه سامانونه او نور د خپل ضرورت شیان تر لاسه کوي.

د افغان امنیتي ځواکونو شمېره چې څه نا څه درې لکه دوه پنځوس زره ده، د دغه وسلوالو سره جګړه کول به یو لوی چیلنج وي، چې دوی به یې د ۲۰۱۴م کال وروستو مقابله کوي.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما او د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د خبرو په یوې داسې لړی کار کوي، چې له عمله یی په دغه هیواد کې یو تل پاتې امن راشي، او د دې لپاره به د امریکا خاص ځواکونه د ۲۰۱۴م کاله وروستو هم په دغه هیواد کې موجود وي، چې افغان امنیتي ځواکونو ته به روزنه ورکوي. خو طالبان ممکنه ده ، د کابل او واشنګټن د داسې منصوبو مخالفت وکړي، ځکه چې د دوی په نظر کې د امریکا د ځینو ځواکونو پاته کیدل د طالبانو لپاره خطرناک ثابیتیدای شي.

او اوس چې کله په قطر کې د امریکا په مشرۍ د سولې خبرې روانې دي، نو حتمن طالبان به ددې خبرې یقیني کول غواړي چې د ۲۰۱۴ م کال تر پای پورې دې ټول امریکایي ځواکونه له دغه هیواده ووځي.

لیکوال احمد رشید وایي، له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د اسلام اباد رول هم ډیر مهم دی، چې د کابل او واشنګټن د دواړو سره یې اړیکې ډیرې ښه نه دي، او وايي چې دوی به په قطر کې له طالبانو سره د خبرو مرسته کوي، خو ډیر کم افغانان د پاکستان په داسې خبرو باور کوي.

لیکوال وایي اوس وخت راغلی چې پاکستان د سولې په خبرو کې برخه ولري، قیدي طالبان خوشي کړي، د ولسمشر کرزي سره د روغې په عمل کې مثبت رول ولوبوي، او له خپلې خاورې افغان طالبانو ته د وتلو ووایي. له دې خبرو یقینې کولو سره ممکنه ده، د کابل او طالبانو تر مینځ د سولې خبرې کامیابه شي.
XS
SM
MD
LG