د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا او افغانستان سټراټیژیک تړون ته نژدې شوي




بشير ګواښ - پراګ

امريکا وايي په نيزدې وختونو کې به د افغانستان سره د هغه سټريټيجيک تړون حتمي کولو ته ورسيږي چې په دغه هيواد کې به د امريکايي پوځيانو اوږد مهاله شتون يقيني کړي. د امريکا د دفاع وزير ليون پنيټا همداراز وايي چې له ګوانتنامو زندان څخه د لوړ پوړو طالبانو د خوشي کولو هيڅ پريکړه نه ده شوي.

د امريکا د دفاع وزير وايي، د افغانستان او امريکا ترمنځ اوږد مهاله سټريټيجيک تړون به په څو اونيوو کې لاسليک شي. د امريکا د دفاع وزير ليون پنيټا د امريکايي سينیټ د پوځي چارو د څارنې کميټې ته په خبرو کې وويل:

((تر کومه چې د دې تړون خبره ده نو زه وايم چې بنسټيز جزيات لا وار دمخه تيار دي. زه باور لرم چې په څو اونيوو کې هيله شته چې د تړون حتمي کيدلو ته ورسيږو. دوه مسلې داسې دي چې مونږ پرې ستونزه لرو. يوه د شپې له خوا د چاپو وهل او بله افغانانو ته د زندانونو سپارل دي خو موږ پر دې مسلو يو جوړ جاړې ته د رسيدلو لپاره لګيا يو، کار کوو.))

د افغانستان د بهرنيوو چارو د وزير يو سلاکار داود مراديان د پنيټا د دغه خبرې په اړه مشال ريډيو ته وويل.

((زما په خيال هغه چې څه ويلي دي، دا ښکاره کوي چې د دواړه هيوادونو ترمنځ په راتلونکو څو اونيوو کې د سټراټيژيک تړون د لاسليک کولو لپاره پرمختګ شوی دی. موږ غواړو چې د امريکايي پوځيانو رول کم کړل شي. بله مسله د امريکايي پوځينو د پاتې کيدو ده. واشنګټن او کابل دواړه غواړي چې په افغانستان کې دې د يو شمير امريکايي پوځيانو شتون وي خو دا به تر ډيره عملياتي نه بلکې د سلاکارۍ، روزنې، لوجسټيکي مرستو او ځينو شريکو میشنونو يا ماموريتونو لپاره وي.))

ليون پنيټا د امريکايي سينیټ د پوځي چارو د څارنې کميټې ته په خبرو کې هغه خبرونه هم رد کړل چې ګواکي د طالبانو سره يوې سياسي روغې جوړې ته د رسيدلو لپاره امريکا لوړ پوړي طالبان پريښودل غواړي. په رسنيوو کې داسې رپورټونه وو چې د امريکا له خوا بندي ځينې طالب وسله وال له جيلونو څخه له خوشي کيدو وروسته بيرته له طالبانو سره يو ځای کيږي او جګړه کوي خو ليون پنيټا وويل چې که د بنديانو د پريښوولو پريکړه کيږي نو دا به باوري کولو غواړي چې دوی بيا وسله راونخلي..

(( په دې اړه هيڅ پريکړه نه ده شوي. د کانګرس څخه د پاس شوي قانون ترمخه له ګوانتنامو څخه خلاص شوي کسان نه شي کولی بيرته د دښمن ليکو ته لاړ شي. ما دا واضحه کړي چې تر هغې پورې چې پر دې خبره مو پوره يقين پوخ شوی نه وي چې له ګوانتنامو څخه خلاص شوي زندانيان به د دښمن ليکو او د جګړې ميدان ته بيرته نه ستنيږي، تر هغې پورې به زه د دبنديانو د انتقالولو د يو بهير اجازه ورنه کړم.))

د يادونې وړ ده چې امريکا ويلي له افغانستان څخه به په ۲۰۱۴ کال کې خپل پوځيان وباسي او له هغې وروسته به يې رول تر ډيره د افغان امنيتي ځواکونو د روزونکو او د القاعده ترهګرې ډلې خلاف د عملياتو او استخباراتو په راغونډولو پاتې شي. د ايجنسي فرانس پريس خبري اژانس په وينا دا وخت په افغانستان کې نوي زره امريکايي پوځيان شتون لري چې د دې کال تر سپټمبر مياشتې پورې به اته شپيتوو زرو ته راکم کړل شي.

افغانستان د برتانيیا، فرانس او ايټلي سره هم د اوږد مهاله اړيکو تړونونه لاسليک کړي دي.
XS
SM
MD
LG