د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ناټو ته د خپل فضايي حدود کارولو اجازه ورکړې



پاکستان وايي په افغانستان کې دیره ناټو ځواکونو ته يې په مشروط ډوله د خپل فضايي حدودو د استعمالولو اجازه ورکړې.

ددې هيواد د دفاع وزیر احمد مختار تیر ماښام په اسلام اباد کې له رسنیو سره په لنډو خبرو کې وویل، ناټو ځواکونو ته يې ویلي، چې دوی یواځې هغه خوراکي مواد، چې له وړاندې یې اخیستي د پاکستان له هوايي حدودو څخه په استفادې افغانستان ته ولیږدوي خو زیاته يې کړه، چې دغه ځواکونه دې نوي قراردادونه نه کوي، ځکه چې دغه اجازه لنډ مهالې ده.

پاکستان په تیر نومبر میاشت کې وروسته له هغې د ناټو د اکمالاتي کاروانونو پرمخ لار وتړله چې ددې ځواکونو پوځي هلیکوپترو په مومندو قبائلي سیمه کې پر یوه سرحدي پوسته برید وکړ او ۲۴پاکستاني پوځيان يې ووژل.

بلخوا یوشمیر پاکستاني سیاستوال او کارپوهان بیا په دې باور دي، پاکستان هڅه کوي چې له امريکا سره خپلې ټکنۍ شوې اړيکې له نوي سره ورغوي.


پاکستان په دې وروستیو کې له افغانستان او امریکا سره د خپلو پيکه اړيکو د ښه کولو یا په بله معنی د ځان سپينولو هڅې ګړندۍ کړې.

په تیرو څو اوونیو کې کابل او مسکو ته ددې هیواد د بهرنیو چارو د وزیرې سفرونه او بیا قطر ته د صدراعظم یوسف رضا ګیلاني ناڅاپي سفر، چې اسلام اباد يې له دریواړو هیوادونو سره د دوه اړخیزو اړیکو په لړ کې عادي سفرونه بولي د همدې لړۍ یوه کړۍ ګڼل کیږي.

پاکستان دا هڅې وروسته له هغې ګړندۍ کړې، چې د امريکا متحدو ایالاتو له وسله والو طالبانو سره نیغ په نیغه خبرې پيل کړې.

سره له دې چې د کابل او واشنګټن په ګډون نړیوال په دې لړ کې د پاکستان پر نیت شکونه لري او ددې هیواد پالیسي دوه مخې ګڼې او هم پاکستان په ډیری مواردو کې ملامت هم دی خو بیا هم اسلام اباد هڅه کوي، چې په دې برخه کې په اصطلاح ښه غټه او غوړه مړۍ ترلاسه کړي.

دسیاسي چارو کارپوه او د پاکستان د پوځ متقاعد افسر محمود شاه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، چې اسلام اباد امريکاته خپل لومړني شرایط وړاندې کړي او هڅه کوي، چې پرې ويې مني :

« زما د معلوماتو له مخې پاکستان، چې کوم شرائط وړاندې کړي په هغې کې د ناټو او امريکا له لوري د پاکستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی، په افغانستان کې دیره ناټو ځواکونه به د پاکستان له لارې د خپلو ټولو لیږدیدونکیو موادو محصول ورکوي که هغه د ځمکې له لارې وي او که د هوا، همداشان به د راهدارۍ په نوم یعنې پر سرحدي محصولات سربیره د پاکستان دسرکونو د کارونې ټکس به هم ورکوي، بل دا چې که د ناټو او امريکايي ځواکونو الوتکې د پاکستان په هوايي ډګرونو کې کوځيږي او الوځي نو د نړیوالو قوانینو له مخې به د هغې فیس هم ورکوي. ځینې نور شرائط هم دي خو دغه يې عمده غوښتنې دي، چې تر اوسه يې امريکا او ناټو ته وړاندې کړي«

له کابل سره د اسلام اباد اړيکې تیر میلادي کال د سولې عالي شورا دمشر برهان الدین رباني تر وژنې او له واشنګټن سره په لاهور کې د سي آی اې د یوه قراردادي له لوري د پاکستان د استخباراتي ادارې د دوو کارکوونکیو او بیا په ایبټ اباد کې د امريکايي ځواکونو له لوري د اسامه بن لادن تر وژنې وروسته یومخ خرابې شوې.

دغه ستونزې لا نه وې حل، چې د بن کنفرانس له پيل یواځې څو ورځې وړاندې دناټو هلیکوپترو په موندو قبائلي سیمه کې د پاکستان پر هغه سرحدي پوسته برید وکړ، چې ویل کیږي د افغانستان په خاوره کې یې جوړه کړې وه او ۲۴ پوځيان يې پکې ووژل شول.

ددې پيښې په غبرګون کې پاکستان په افغانستان کې دیره ناټو ځواکونو د اکمالاتي کاروانونو پرمخ لار وتړله چې تر ننه تړلې ده.

پاکستان له امريکا سره په داسې حال کې نوی جنجال پيل کړی، چې په کور دننه د قضا،پوځ او ملکي حکومت ترمنځ اختلافات اوج ته رسیدلي،پخوانی ډيپلومات رستم شاه مومند په دې باور دی، چې د پاکستان ملکي او پوځي مشین د امريکا له مرستو پرته نشي چلیدی او همدا وجه ده، چې اسلام اباد له دې بحرانه د زر تر زره وتو هڅې کوي،خو په ډير ماهرانه انداز :

« لومړۍ خبره خو داده، چې د پاکستان دولت دومره زور و ځواک نه لري یعنې دومره قوي ندی، چې ترډيره به د امريکا پر وړاندې مقاومت وکړی شي.دا دومره مقاومت، چې يې وکړ دا هم ډيرعجیبه خبره ده، خو اصلي خبره داده، چې ملکي حکومت دا هرڅه د پوځ په وینا یا د پوځ په فشار کړي، ځکه چې د مومندو په پيښه کې پوځ ته ډير زیان اوښتی و او همدا لامل و، چې پر حکومت يې فشار راوړ، چې د ناټو داکمالاتو پرمخ لارې وتړي«

نوموړی قطر ته د وزیراعظم ګیلاني وروستی سفر د امريکا په بلنه بولي، خو روسیې ته د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کر دسفر په باب وايي، پاکستان که له یوې خوا له امريکاسره د خپلو ستونزو اوارولو هڅې کوي نو بل پلو دا هم ورته ښيي، چې که امریکا يې شرائطو ته غاړه نه ږدي نو دوی به روسیې ته مخه وکړي او له مسکو، چين، تهران او ځينې نورو اسلامي هیوادونو سره په ګډه به یو نوی ائتلاف جوړ کړي، چې ښايي پايلې یې د امريکا لپاره زیانموونکې وي.

کارپوهان په دې باور دي، چې امريکا غواړي د افغانستان کشاله له وسله والو طالبانو او نورو هغو مخالفینو سره چې ونې یې له پاکستانه اوبه کیږي په سوله ييزه توګه حل کړي.

سره له دې چې پاکستان له طالبانو سره هر راز اړيکې درلودل ردوي، خو پخپله ډیری پاکستاني کارپوهان او سیاستوال وايي تر هغې چې پاکستان خپله تګلاره نه وي روښانه کړې او په پوره صداقت يې د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفینو له سرپرستۍ لاس نه وي اخیستی نه به دسولې خبرې بريالۍ شي او نه به يې له امريکا سره پرتې ستونزې دتل لپاره حل شي.
XS
SM
MD
LG