د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ د پیپلز ګوند ولسي حکومت کمزوری کوي


برتانوي ورځپاڼی ګارډين خپلي اداريې ته ( د پاکستان سياست: د رايې ورکونکو توهين) عنوان غوره کړی دی. اداريه د پخواني امريکايې ولسمشر جارج بش په مرسته د پاکستان د پخواني ولسمشر جنرال پرويز مشرف او د پيپلز پارټی د وژل شوې مشرې بې نظير بوټو ترمينځ د روغي جوړي وروسته جاري کړل شوي قامي مصالحتي آرډيننس ته يو ناوړه تړون ويلی.

د ورځپاڼې په وينا هم دې تړون بې نظيره بوټو ته د جلاوطني د ختمولو، په انتخاباتو کې د برخي اخیستو او پر خاوند آصف علي زرداري او نورو چارواکو د درغليو لګول شوي تورونو د بيرته اخیستلو اجازه ورکړه.

ګارډين وايې درې کاله وړاندي د عدالت لخوا قامي مصالحتي آرډيننس غير آئينی ګرزول او دا شان له حکومته د سپريم کورټ دا فيصله د عملي کولو غوښتنه دواړه پر حق خبري دي.

خو ورځپاڼه زياتوي يوسف رضا ګیلانی د هيواد په تاريخ کې لومړی وزيراعظم دی چې تر زياتي مودې پر دې چوکی پاته شوی او هم دې پارليمان په يوه خوله وزيراعظم ټاکلی وو نو پوښتنه داده چې د قامي مصالحتی آرډيننس په اړه د ورکړل شوې فيصلې درې کاله وروسته اوس ولي عدالت دده پر ضد ګام اخلي.

ګارډين ددې پوښتني پخپله ځواب ورکوي او وايې د مارچ په مياشت کې د سینټ انتخابات کېدونکې دي چې په کې کیدای شي پيپلز ګوند ښه کارکردګي ښکاره کړي نو دولسي حکومت پر واک د منګولو نورو ټنګولو د مخنوي لپاره دا د عدالت يوه هڅه ده.

برتانوي ورځپاڼه وايې بله خبره داده چې د ولسمشر آصف علي زرادي پر ضد په هیواد کې دننه هیڅ ډول قانوني ګام نه دی اخستل شوی . د اداريې په وينا دوی غواړي يو بهرنی هيواد چې اشاره یې سوئټزر لينډ ته د دوی لپاره دا کار وکړي.

بل خوا امريکايې ورځپاڼي لاس اينجلس ټائمز په افغانستان کې د ماشومانو په ځانمرګو بريدونو کې د استعمال په اړه رپورټ جوړ کړې دی . ورځپاڼه وايې شپږ میاشتي وړاندي د روژي په مياشت کې د دستورې پر وخت افغان ولسمشر حامد کرزي تر شل زيات ماشومان چې ورباندي د ځانمرګي بريد تورونو وو و بخښل چې پکې يو اته کلن ماشوم هم شامل وو.

د دوشنبې په ورځ چارواکو ويلي په کندهار کې يې دوه داسي ماشومان نيولي چې په ظاهره يې د ځانمرګي بريدونو اراده درلوده.

ورځپاڼه د ولایت د وياند زلمي ايوبي له خولې وايې دواړه ماشومانو له بارودو ډک جيکټان اغوستي وو او له دوی سره درې نور د لوی عمر مشکوکه کسان نيول شوي دي.

دده په وينا نيول شوو جاسوسي ادارو ته منلې چې د ځانمرګي بريدونود يو مشن لپاره بهرتي شوي وو.

لاس اينجلس ټائمز وايې په دې وروستيو کلونو کې د ماشومانو لخوا تر لس زيات ځانمرګي بريدونو شوي او د بشري حقونو سازمانونو د ماشونو په بريدونو کې د استعمالوغندنه کړې ده.

د کابل د تنکېو ماشومانو د حراستي مرکز چارواکې وايې دوی ته ډليزه بخښنه ځکه ورکړل شوه وه چې تير ايستل شوې و او دماغونه يې ور اړول شوي دي.
XS
SM
MD
LG