د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د پنځو ماشومانو مړي موندل شوي



د کراچۍ پولیس وایي د ښار له محمود اباد سېمې څخه یې د نوو پیدا شویو پنځه ماشومانو مړي ورته په لاس ورغلي دي ـ پولیس زیاتوي دغه مړي د کچرې په یو ډیران کې پټ کړی شوي و ـ

د ژغورنې ادارې چیپا یو رضا کار رضوان مشال ریډیو ته ویلي دي چې د پنځه واړو ماشومانو مړي خراب شوي دی او دومره پیژندګلوي یې کیږي چې پنځه واړه ماشومان نوي پیدا شوي ماشومان دي ـ

د هغه په خبره ددوي په ایمبولانسونو کې ددغو ماشومانو مړي د ښار جناح هسپتال ته رسول شوي دي ـ د محمود اباد تاڼې پولیس غني الرحمان مشال ریډیو ته ویلي دي چې تراوسه پورې پولیسو ته په دې اړه مالومات په لاس نه دي ورغلي چې دغه ماشومان څوک او ولې د وژلو روستو دغلته دفن کړی شوي و ـ

دهغه په خبره په دې حقله پولیسو پلټنې شورو کړي دي.
XS
SM
MD
LG