د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د شوروي پرمختايي کارونه وران شوي


افغانستان--روسیې د مزار شریف ولایت ته کماز ټرکونه بسپنه کړي.۲۹ډسمبر۲۰۰۹
افغانستان--روسیې د مزار شریف ولایت ته کماز ټرکونه بسپنه کړي.۲۹ډسمبر۲۰۰۹
ورځپاڼې نيويارک ټايمز په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد ترقبضې لاندې د شوي پرمختګنو او بيا د دغه پرمختګونو د تباه کارۍ په اړه يوه مقاله خپره کړې .

په مقاله کې راغلي د شوراوي اتحاد په وخت کې شوی پرمختګ دا مهال په مکمله توګه تباه شوی دی ، په کابل کې د د ډنډ يوه غونډۍ چې ديرش کاله وړاندې د پخواني شوروي اتحاد په وخت کې د پرمختګ علامت ګڼل کېده ، دغه غونډۍ لومړی د شوروي اتحاد او وسله والو طالبانو ترمنځه مېدان جنګ وګرځېده او بيا وروسته په ۲۰۰۱ کال کې پرې غربي طاقتونو بمباري وکړه.

اوس دغه د لمبېدو دغه ډنډ وچ شوی دی خو د دې په شان نور هم يوشمېر د شوروي اتحاد آثار په کابل کې تر سترګو کيږي لکه پولي ټېکنېک سکول چې په ۱۹۶۰ م کال کې جوړ شوی وو ، دغه رنګ د موټرو جوړولو يوه کارخانه هم په کابل کې د ۱۹۷۹ م کال وروسته پراخه کړل شوه.

کله چې په ۱۹۸۹م کال کې شوروي اتحاد په شا شو او افغانستان يې خانه جنګۍ ته پريښودو نو په افغانستان کې د شوروي اتحاد لخوا شوي ټول پرمختګونه تر پښو لاندې شو.
خو د دې باجود اوس هم د شوروي اتحاد د وخت يو انجينېرنګ سکول او يوه د اټو مکېنېک اداره موجود ده.

د دې ترڅنګ د نورو ادارو ودانۍ په کنډوالو بدلې شوې چرته چې اوس بې کوره خلک او يا نشيان ديره دي.

په ماسکو کې د برتانيیا پخوانی سفير سر روډريک بريت وايټ د افغانستي په نامه خپل يو کتاب کې ليکي که څه هم شوروي اتحاد په دې غرض افغانستان ته راغلې وو چې د دغه هېواد ولس د جديديت په لور راولي خو د نوموړي په خبره هغوی په دې لړ کې هېڅ هم ونه کړل.

په مقاله کې وړاندې راغلي دي يو پنځوس کلن اندريو اويتيزين چې په ۱۹۸۰ م کال کې په کابل کې د ماسکو ډپلومېټ وو اوس پلان لري چې د پخواني شوروي اتحاد د وخت ۱۵۰ د ابادکارۍ پروژې بيا شورو کړي.

نوموړی وايې په هغه وخت کې داسې پروژې وي چې د افغانستان د اقتصاد يو قسم بنياد ګنل کېدو خو دا مهال هغه نه شته.

دغه رنګ د کابل ژوبڼ او د روس د سفارتخانې سره نږدې د شوروي اتحاد د ساينس او کلتور اداره وه ، چرته چې به شورويان او افغانان د مطالعې، فلمونو او د خپلو خيالاتو د جديد کولو لپاره راټولېدل. خو د ساينس او کلتور دغه اداره د ۱۹۹۲ م کال نه تر ۱۹۹۶ م کال پورې يوې وسله والې ډلې په خپله قبضه کې واخیسته او د خواشاه غرونو څخه يې د دغه ادارې په ودانۍ بمباري وکړه.

دغه رنګ په کابل کې د سيلو په نامه د ډودۍ پخولو يوه کارخانه هم ده چرته چې د افغان امنيتي سرتېرو او پوليسو لپاره ډوډۍ پخول کيږي ، د خانه جنګۍ په وخت کې به د دې کارخانې د ودانۍ د چتونو څخه وسله والو خپل دشمنان غورځول.دغه رنګ مېکرويان په کابل کې هغه ځای دی چرته چې به د شوروی اتحاد چارواکي او مالداره افغانان اوسېدل.

مقاله ليکونکې په اخره کې د افغانستا ن د يو دفاعې کارپو عبدالواحد طاقت له خولې ليکي ډاکترنجيب الله په افغانستان کې د شوروي اتحاد ملاتړ لرونکی اخري ولسمشر وو ، نوموړی په ۱۹۹۶ م کال طالبانو وژلو. واحد طاقت شوروي اتحاد په اشاره وويل، چې هغوی يو مضبوط افغانستان تر شا پريښود خو دده په خبره اوسنی حکومت به تر ډيره وخته پاتې نه شي.
XS
SM
MD
LG