د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان سپریم کورټ تري تم کسان غواړي


اسرار عالم مومند - مشال راډیو

پراګ - د پاکستان سپریم کورټ ویلي، د اډیالې د زندان له مخې ورک شوي اووه کسان دې په هر حالت کې د اپرېل په ۱۳مه عدالت ته حاضر کړل شي.

پوښتنه دا ده چې پر دې سر بېره خو نور هم په سلګونه کسان د پاکستان دننه له کالونو راهیسې ورک دي، سپریم کورټ د هغوی د خوشې کولو لپاره څه کوي؟

په پېښور کې د قانوني چارو کار پوه بیرسټر باچا وايي، داسې ښکاري چې د پاکستان سپریم کورټ د پاکستان د استخباراتي ادارو له لاسه مجبوره دی.

نوموړی وايي، یو خوا دا ویل کېږي چې د عدلیې په پر حاله کولو کې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ایس آی لاس وو او دویمه خبره دا ده چې که سپریم کورټ د استخباراتي ادارې د چارواکو پر ضد امر ور هم کړي نو پوښتنه دا را پورته کېږي چې هغوی ته به لاس څوک اچوي؟


په پېښور کې مرستیال اټارني جنرال اقبال مومند له درو کالونو راهیسې د پاکستان د استخباراتي ادارو لخوا د ورکو شویو کسانو کېسونه چلوي. دی وايي، هر کله چې د ورکو شویو کسانو مقدمه حل شي نو بیا دوی عدالت ته د دې پوښتنې د ځواب لپاره نه حاضرېږي چې دوی چا تښتولي ول؟

اقبال مومند وايي، د پاکستان له استخباراتي ادارو سره دا واک شته دی چې د مارشل لا قانون تر مخې مشکوکه جنایتکاران له ځانه سره په تحویل کې وساتي.

په پېښور کې د قانوني چارو کار پوه، شهاب الدین خټک وايي، د استخباراتي ادارو په تحویل کې داسې کسان هم شته دي چې هغه له مخکې لا عدالت خوشې کړل وي، ده وویل دا کار د پوځي قانون ضد دی.

شهاب خټک زیاتوي، که چېرې د پاکستان عدلیې په دې هیواد کې د ورکو شویو کسانو مسله په بشپړه او سمدستي توګه هواره نه کړه، نو د ۱۹۷۱ز کال حالات به بیا مخې ته راشي.
XS
SM
MD
LG