د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګیلاني : اوس به مشران قرباني ورکوي


د پاکستان وزيراعظم يوسف رضاګيلاني
د پاکستان وزيراعظم يوسف رضاګيلاني

رياض ګل -اسلام آباد

د پاکستان وزيراعظم يوسف رضاګيلاني د پنجاب ښار جړانواله کې یوې ولسي غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې د پیپلز ګوند تاریخ له قربانیو ډک دی خو د هغه په خبره چې اوس به د کارکنانو پر ځای د ګوند مشران سرشیندنه کوي.

هغه وویل چې ځینې خلک په خوله د انقلاب خبره کوي خو هغوی دا توان نه لري چې انقلاب راولي.

وزير اعظم زياته کړه چې پيپلز ګوند په ولسي خدمت باور لري او هغه حکومت نه کول غواړي چې د ولس خدمت پکې نه وي.

د وزيراعظم د اوسنیو څرګندو په اړه د سیاسي او دفاعي چارو کارپوه حسن عسکري وايي چې ګیلاني په ذهني توګه هرې فیصلې ته ځان تیار کړی دی.

د هغه په وینا دا به تر وخت له مخه چې خبره وي چې د توهين عدالت کيس څه فيصله راځي خو بيا هم که فيصله د وزيراعظم په ضد راغله نو دا به ډيره لويه مسله نه وي، ځکه چې پيپلز پارټۍ او د هغې اتحادي ګوندونه په اسانه خپل بل وزیراعظم ټاکلای شي .

د پاکستاني حکومت او عدالت تر منځ د روانې اوسنۍ کشالې په اړه د قانوني اوسياسي چارو کارپوه لطيف اپرېدی وايي، که د عدالت له خوا وزیراعظم سزا شو نو د آیین له مخې به د هغه د اسمبلۍ غړیتوب هم ختم شي خو که پیپلزګوند او الېکشن کمیشن د هغه د غړیتوب ختمولو کې له ځنډه کارواخیست نو په دې سره به د سپریم کورټ او حکومت تر منځ د شخړې یو بله مورچه پرانستل شي.

د يادونې وړ ده چې د سپريم کورټ اته کسیزه جرګګۍ د توهين عدالت کيس چليدو په ضد د وزيراعظم اپيل څوورځې وړاندې مسترد کړې وو او اوس به نوموړې د ګل په ورځ د عدالت په وړاندې حاضريږي.
XS
SM
MD
LG