د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانه بوکسره غواړي د اولمپیک مډال وګټي


صدف ریحیمي ۱۷ کالنه ده غواړي په اولمپیک لوبو کې مډال وګټي.
صدف ریحیمي ۱۷ کالنه ده غواړي په اولمپیک لوبو کې مډال وګټي.
ژباړه: حسیبه شهید، مشال راډیو

افغانه بوکسره صدف رحيمي چې، په لندن کې د اولمپیک په لوبو کې د مډال ګټلو نیت لري، غواړي په افغانستان کې د ښځو او نارینه وو د حقونو د انډول لپاره هم مبارزه وکړي.

سي بي اس ویب پانه کې د خپور شوي رپورټ له مخې ، په داسې حال کې چې په افغانستان کې لاهم ګڼې ښځې برقې لري او یا هم له کوره د وتلو اجازه نه لري ، د صدف رحیمي په شان بریالې انجونې هم شته چی په المپیک کې ګډون کوي.

۱۷ کلنه زده کونکې صدف غواړي ، د افغانو ښځو نوې بڼه جوړه شي.

نوموړې به را روان دوبۍ په د لندن په اولمپیک لوبو کې برخه واخلي.

صدف سي بي اس ویب پاڼې ته ویلي په داسې حال کې چې په کابل کې ورته د روزنې زمینه هم سمه نه وه برابره خو دا به هڅه وکړي چې د لندن په لوبو کې د خپل هیواد لپاره بریا ترلاسه کړي.

لیکنه زیاتوي ، چی په کابل کې د بوکس کولو د روزنې لپاره سم وسایل هم نه شته خو صدف رحیمي د اوونې څو ساعته مشق کوي.

دا وایی، د لوبو لپاره به داسی جامې اغوندي چې ځان یی پکې پټ وي.
افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د المپیک په نړیوالو سیالیو کې د دې هیواد ګډون وځنډول شو.

خو بیا په ۲۰۰۴ کال کې افغانستان د لمړي ځل لپاره د المپک لوبو کې چې په اتن کې جوړې شوې وې د ګډون لپاره ښځنه لوبغاړې واستولې.

لیکنه په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د زورزیاتیو د څو بیلګو د یادولو سره لیکي ، په داسې یو هیواد کې چی یوه ښځه ددې لپاره چې لور یی زیږولې د خاوند لخوا وژل کیږي ، او بله ښځه د خسرګنې لخوا ناسمو کارونو ته د مجبورولو لپاره وهل کیږي، د یوې انجلې لپاره د بوکس لوبو کې ګډون غیر معمول خبره ده .

صدف رحیمي سي بي اس ویب پاڼې ته ویلي دا پوهیږي چې ددې په وړاندې لوبیدونکي لوبغاړي به تر دې دوه برابره تکړه وي خو بیا هم هڅه کوي چې لوبه ترې وګټي.

په افغانستان کې په ۲۰۰۷ کال کې د ښځینه بوکسرانو یو ټیم جوړ شوې دې ددغه بوکسرانو کوچ سید محمد صابر شریفي وایی ، په دې هیواد کې د شته ستونزو سره سره ښځو ته د سپورت په ډګر کې چانسونه هم ډیر دي.

۵۴ کیلو ګرامه وزن لرونکې صدف رحیمي به د فبروري په نولسمه لندن ته ولاړه شي او د څو اوونیو لپاره به هلته مشقونه وکړي.

صابر شریفي وایی ، دا به په لندن کې د اولمپیک په ۲۰۱۲ کال سیالیو کې لمړنې افغانه ښځینه لوبغاړې وي.
XS
SM
MD
LG