ګل ایاز، مشال راډیو
پراګ - افغان ولسمشر حامد کرزي د بګرام زندان، افغان حکومت ته د سپارلو لپاره امریکایانو ته ورکړې نېټه تر یوې نورې میاشتې غځولې ده.
پراګ - افغان ولسمشر حامد کرزي د بګرام زندان، افغان حکومت ته د سپارلو لپاره امریکایانو ته ورکړې نېټه تر یوې نورې میاشتې غځولې ده.
د بګرام په زندان کې شا و خوا ۳۰۰۰ افغانان او بهرنیان چې د ترهګرۍ په فعالیتونو تورن دي، بندیان دي.
په دې اړه د ولسمشر له دفتره په خپور شوي بیان کې ویل شوي، امریکا د روان کال (۲۰۱۲ز) د مارچ تر نهمې وخت لري چې د بګرام د زندان د ادارې ټولې چارې دې افغان حکومت ته وسپاري.
افغانانو ته د بګرام د زندان د سپارلو مخکینۍ نېټه د تېرې یکشنبې په ورځ پای ته ورسېده.
بیان زیاتوي، دا نېټه د امریکا له طرفه د همکارۍ د نه کولو له کبله تر یوې بلې میاشتې غځول شوې ده.
امریکايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر تر مخې، افغان ولسمشر حامد کرزي د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د نړیوالو ځواکونو په بمبارۍ کې د اووه ماشومانو وژنه په کلکه غندلې ده.
د ولسمشر له دفتر په خپور شوي بیان کې ویل شوي، د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.
د چار شنبې د ورځې په بمبارۍ کې اووه ماشومان او یو مشر سړی چې رواني یا نفسیاتي ناروغي یې لرله، ووژل شول.
افغان چارواکي وايي، د دې ماشومانو عمرونه له اووه تر ۱۵ کالونو په منځ کې ول.
د ناټو یوه ویاند، لیفټیننټ کمانډر جېمز ویلیمز د پېښې تایید کړی دی او ویلي یې دي چې په دې اړه د ناټو ګډه ډله پلټنې کوي.