د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ د فرد جرم پر ضد دایر اپیل مسترد کړ


ګل ایاز، مشال راډیو

پراګ - د پاکستان سپریم کورټ د عدالت د سپکاوي په مقدمې کې د وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني له طرفه د فرد جرم د فیصلې پر ضد غوښتنلیک رد کړی دی.

د فرد جرم فیصلې پر ضد د غوښتنلیک اورېدنه د سپریم کورټ مشر قاضي افتخار محمد چودري په مشرۍ کې اته کسیزه قضاییه جرګګۍ کوله.

سپریم کورټ په خپله ننۍ پرېکړه کې ویلي: ((د حکومت لپاره لازمه وه چې د ولسي پخلاینې د قانون یا این آر او په اړه یې [د سپریم کورټ] فیصله عملي کړی وای او د فبرورۍ د دویمې نېټې فیصله سمه وه.))

تر دې فیصلې وروسته به اوس وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني د فبرورۍ په ۱۳مه سپریم کورټ ته وړاندې کېږي، او پر ده به فرد جرم عایدېږي.

د وزیر اعظم وکیل چودري اعتزاز احسن له خبریالانو سره د خبرو پر مهال دا ومنله چې د ده د موکل اپیل یا غوښتنلیک رد شوی دی.

سپریم کورټ د ولسي پخلاینې د قانون یا این آر او پر ضد یوه فیصله ورکړې وه چې په کې یې ویلي ول، د این آر او قانوني حیثیت نه دی پاتې.

د دې قانون په وسیله په هغه وخت کې د پاکستان پوځي ولسمشر پروېز مشرف د جلا وطنه او په هیواد کې دننه د ټولو سیاستوالانو، د سپریم کورټ په وینا، د کرپشن له لارې ګټل شوې شتمنۍ بښل شوې دي او جلا وطنه سیاستوالان هیواد ته ستنېدای شي.

سپریم کورټ په خپلې هغې فیصلې کې ویلي ول، د پاکستان اوسنی ولسمشر اصف علي زرداري د سوېټزرلینډ په بانکونو کې په میلیونونه ډالره لري چې د درغلۍ په وسیله یې ګټلي دي او باید په دې اړه په سوېس کې د هغه پر ضد د مقدمو سلسله بیا پیل کړل شي او حکومت باید په دې ترځ کې سوېس ته لیک واستوي.

وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني په سپینه توګه ویلي ول لیک نه استوي. او د عدالت د دې امر د نه منلو په تور، په عدالت کې د نوموړي پر ضد درخواست دایر کړل شوی وو چې اوس یې د فرد جرم عایدولو لپاره د فبرورۍ په ۱۳مه اورېدنه کېږي.
XS
SM
MD
LG