د لاسرسي ځای

تازه خبر

جګپوړي امریکايي استازي له طالبانو سره لیدلي



اې ايف پي خبري اژانس د يو لوړ پوري افغان چارواکي حواله ورکړی چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي په قطر کې له طالب مشرانو سره لیدلي دي

دغه چارواکی وايي ((مارک ګروس مين د افغان ولسمشر حامد کرزي سره د ملاقات روستو، طالبانو سره د جنوری مياشتې په پای کې خبری کړې دي.))

له طالبانو سره د خبرو اترو روستو مارک ګرس مين ولسمشر حامد کرزی په دې خبر کړو .

اې ايف پي خبري اژانس د ناڅرګنده افغان چارواکي له خولې زياته وي ((زه دا خبره تصديقوم چې مارک ګروس مين له طالب استازو سره په قطر کې ملاو شوي او ددي روستو یې داټالیې په روم ښار کې ولسمشر حامد کرزی خبر کړی وو.))

اې ايف پي خبري اژانس ليکي د امريکا ۱۳۰۰۰۰ ځواکونه په افغانستان کې په جګړه بوخت دي، او په دا روستيو کې یې له طالبانو سره د خبرو اترو بهير هم پیل کړی او ددغه خبرو لپاره طالبانو په قطر کې د خپل سياسي دفتر پرانستلو پلان لري.


خبري اژانس ليکي طالبان د کرزي حکومت ګوډاګی بولي خو ولسمشر کرزي ويلي د دي پلان حمايت کوي. د رپورونو ترمخه ولسمشر کرزي اندېښنه ښودلي چې په روان خبرو اترو کې برخه نه ورکول کيږي.

د امريکا ځانګړي استازي تېره مياشت کابل ته د خپل سفر پر مهال کرزي ته ډاډ ورکړی وو چې د خبرو اترو په بهير کې افغان ولسمشر مهم رول لري.

افغان چارواکي اې ايف پي خبري اژانس ته ويلي مارک ګروس مين د کابل سفر پر مهال دوه ځل ولسمشر سره ملاقاتونه وکړل او له طالبانو سره د خبرو اترو په معاملو یې یو شمېر تړونونه کړي. چارواکي د دې تفصيل نه دی ورکړی خو ويلي یې دي ((د دوی دريځ کې بدلون نه دي راغلي.))

بلخوا افغان حکومت هغه راپورونه رد کړي چې ویل کېږي د ولسمشر کرزي حکومت د امریکا لخوا دسولې خبرو اترو کې خنډ راپورته کول غواړی.د افغان ولسمشر وياند ايمل فيضي اې ايف پي خبري اژانس ته ويلي په دي رپورونو کې هیڅ صداقت نشته. فيضي وايي ((ولسمشر کرزي د سولی خبرو اترو کې خنډ نه دي، اندېښني لرو خو د سولې له بهير سره مخالف نه يوو))

فيضي زياته وي ((دغه اندښني ډيري ساده دي چې د سولی بهير مشري بايد افغانان وکړي.))
XS
SM
MD
LG