د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان او عراق کې به سي آی اې بیا هم پاته وي



واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امريکايي چارواکو له خولې ليکلي چې تمه ده له افغانستان او عراقه د امريکايي پوځيانو له وتلو وروسته هم سي، آی، اې (CIA) په دغه هيوادونو کې خپل ډير شتون وساتي. د ورځپاڼې په وينا دا شتون د امريکايي ولسمشر باراک اوباما د ادارې د هغه سټريټيجۍ برخه ده چې له يادو هيوادونو څخه د خپلو پوځيانو له ويستلو وروسته هلته په ځانګړو ځواکونو او استخباراتو تکيه کوي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د چارواکو له خولې ويلي چې په کابل او بغداد کې به د سي، آی، اې مزکرونه ښايي د دوی تر ټولو لوی مرکزونه وي. په مقاله کې راغلي چې په کابل کې د سي، آی، اې رول به ډير جارحانه وي. امريکايي چارواکو ويلي چې سي، آی، اې به د طالبانو د قوت د کمزوري کولو، د افغان حکومت د ساتنې سره د مرسته کولو او د ډرون بريدونو لپاره د افغانستان فضا ته د لاس رسي لپاره کارول کيږي.

واشنګټن پوسټ ليکي چې بل خوا د دسمبر په مياشت کې له عراقه د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته سي، آی، اې (CIA) له القاعده سره د تړلو ډلو د کمزوري کولو او په دې هيواد کې د ايران د رول سره په مقابله کولو پام زياتوي.

په مقاله کې راغلي چې په کابل کې به د سي، آی، اې مرکز د امريکا د ځانګړو ځواکونو سره د خپلې همکارۍ د پراخولو په ترڅ کې د پوځيانو له وتلو وروسته د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې ډير رول لوبوي خو چارواکي وايي دا لا تراوسه پورې واضحه نه ده چې د سي، آی، اې څومره کارکوونکي به په افغانستان کې پاتې کيږي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته د سي، آی، اې يو پخواني چارواکي ويلي چې د امريکا جاسوسي اداره چې تر ټولو وړاندې افغانستان ته تللي وه، تر ټولو وروسته به له دغه هيواده وځي. د چارواکو په وينا داسې هم کيدای شي چې په افغانستان کې د امريکا ځانګړي ځواکونه له سي، آی، اې سره د کار او عملياتو لپاره سيمې او د طالبانو هدفونه وويشي.

په مقاله کې راغلي چې د دې کارونو ترڅنګ سي، آی، اې د افغانستان د استخباراتي ادارو سره مالي او نورې مرستې کوي. سي، آی، اې پاکستان سره پر پوله خپل مرکزونه لري چې د چارواکو په وينا کيدای شي وتړل شي.

د يادونې وړ ده چې امريکايي ولسمشر باراک اوباما پلان لري چې د دې کال تر سپټمبر مياشتې پورې ۲۲ زره پوځيان له افغانستانه وباسي چې په دې کار سره به په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمير ۶۸ زره پاتې شي.
XS
SM
MD
LG