د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیراعظم ګیلاني د توهین عدالت ضد اپیل داخل کړ


د پاکستان وزیراعظم سید یوسف رضا ګیلاني
د پاکستان وزیراعظم سید یوسف رضا ګیلاني
د پاکستان سپریم کورټ د ګیلاني د وکیل له لوري داخل کړل شوی اپیل ومانه. چیف جسټس د اپیل داخلولو وروسته وویل چې د خپل وړاندني مهال وېش له کبله په لسم فبرورۍ ددې اورېدنه نه شي کولای خو هغه وویل که اپیل کونکي غواړي اورېدنه په نهم فبروري وشي نو دوی یې کولای شي.

دغه ايبل د وزيراعظم يوسف رضا ګيلانى وکيل اعتزاز احسن نن په سپريم کورټ کې په وزيراعظم د توهين عدالت د فرد جرم لګولو د فيصلى خلاف اپيل دایر کړ.

د وزیراعظم ګیلاني وکیل دلیل لاره چې عدالت د هغه د موکل د خبرې اورېدو پرته پر هغه د فرد جرم لګولو فیصله اورولې.او د وکیل غوښتنه وه چې لومړی د دوی د موکل دلیل نه وي اورېدل شوی ترهغې له مخه دې هیڅ پرېکړه نه کېږي.

اعتزاز احسن خبریالانو ته وویل چی ، په اپيل کې ٥٤ قانوني ټکي شامل دي.

د روانې میاشتې په دویمه نېټه سپريم کورټ په خپلو څرګندونو کې ویلي وو چې پر ۳ م د فبرورۍ به پر وزيراعظم د فرد جرم لګولو حکم ورکوي.
XS
SM
MD
LG