د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران پارلمان ولسمشر محمود احمدي نژاد ورغواړي


د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد
د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد
بي بي سي وايي د ايران پارليمان ولسمشر محمود احمدي نژاد د پوښتنو لپاره پارليمان ته غوښتی دی. د ۱۹۷۹ کال اسلامي انقلاب روستو دا لومړی ځل چې ولسمشر پارليمان ته د غوښتنو لپاره بلل کيږي.

بي بي سي وايي محمود احمدی نژاد په پارليمان کې د هيواد اقتصاد، خارجه او د کورنۍ پاليسي په اړه يو شمير پوښتنو سره مخامخ کيږي شي.

له دې وړاندې هم د پارليمان غړو دغه شان دړکې ورکړې خو بيا یې کارونه سر ته ونه رسول. ولسمشر محمود نژاد ته د پارليمان وړاندی کيدو بلنلیک به په دوه ورځو کې جاری کړل شي، او د ايران د اساسي قانون ترمخه ولسمشر به خامخا پارليمان ته وړاندي کيږی.

بي بي سي وايي د دې مطلب دا دی چې ولسمشر نژاد به د مارچ مياشتي دويمې نيټې له قامي ټاکنو روستو ، پارليمان ته مخامخېږي. د پارلمان ۲۹۰ غړو د ولسمشر د راغوښتو په حق کې رایي واچولې. د ايران په سرکاري ريډيو په خپله وينا کې د پارليمان مرستيال سپيکر محمد رضا باهنر وويل د ايران ولسمشر لپاره ضروری ده چې د پارليمان پرانستې غونډې ته ځوابونه وايي.

بي بي سي وایي د ايران ولسمشر او د پارليمان ترمينځ په واک له مودې راهسي جنګ راون دی خو اوس پارليمان له تصوره بالا ګام پورته کړی دی. ولسمشر په داسې حال کې ورغوښتل کېږي چې هيواد محافظه کاره يا زوړ فکره اسټبلشمنټ خپلو کې وېشل شوی دی.

بي بي سي وايي د ولسمشر محمود احمدی نژاد او د هغه پلويان په هيواد کې د واکمنو ملايانو اثر کمول غواړی خو مذهبي مشر ايت الله علي خامینايي، په پارليمان کې کې د هغه پلویانو او ځواکمن انقلاب ساتونکیو بیا خپل ګوزار وکړ.

د ايران فارس خبري اژانس له ولسمشره کېدونکې پوښتنې خپرې کړې چې پکې د هيواد اقتصاد، قانون پرځای نه ساتلو وضاحت، او بې روزګاري شامله ده.

بي بي سي وايي له ولسمشره به داپوښتنه هم کيږي چې ولې یې ۱۱ ورځې په حکومتي غونډو کې ګډون و نه کړ.

بي بي سي وايي دا ښکاره نه ده که چرې ولسمشر احمدی نژاد پارليمان ته نه وړاندې کيږي نو له هغه روستو به څه کېږي.
XS
SM
MD
LG