د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وسله والو طالبانو مالي مرستې، او د دوی کار روایۍ


پولیس په پېښور کې تر چاودنې وروسته شواهد جمع کوي
پولیس په پېښور کې تر چاودنې وروسته شواهد جمع کوي
اسرار عالم مومند، مشال راډیو

پراګ - په پاکستان کې له ورځو راهیسې بیا وسله والو طالبانو خپلې کار روایانې تندې کړې دي او په دې ترځ کې په تېرو اوونیو کې د دولت د مخالفینو په بریدونو کې یو شمېر امنیتي سر تېري وژل شوي.

هغه څه وجه ده چې په پاکستان کې د وسله والو طالبانو فعالیتونه کله زیات او کله کم شي؟

د دې پوښتنې په ځواب کې په پېښور کې خبریال سمیع یوسفزي مشال راډیو ته وویل، د پاکستان دننه چې کله پر طالبانو د حکومت څار او فشار کم شي نو بیا هغوی زیاتې مرستې تر لاسه کوي او د همدې له کبله د هغوی کار روایانې هم زیاتې شي.

دا چې دې وسله والو طالبانو ته مرستې څوک او په څه ډول ورکوي؟ د دې په ځواب کې سیمع یوسفزي وویل، په پاکستان کې یو شمېر خلک وسله والو طالبانو ته مالي مرستې ورکوي؛ د دې تر څنګ حکومت هم کله نا کله په نا قانونه ډلو بندیز ختم کړي له وجې یې هغوی بیا کولای شي چې اجتماعات وکړي او چندې را ټولې کړي.


د خیبر اېجنسۍ د جمرود په بازار کې تر چاودنې وروسته منظر
د خیبر اېجنسۍ د جمرود په بازار کې تر چاودنې وروسته منظر
هلته بیا د پېښور پوهنتون د رسنوالۍ یا ژورنالېزم د څانګې استاد عرفان اشرف وايي، د ځېنو قوتونو لخوا پر مرستو سر بېره، وسله والو طالبانو ته له نور نا قانونه لارو هم مرستې تر لاسه کېږي؛ لکه سړي تښتونه، قاچاق وغیره. له دې لارو هم طالبان خپلې مالي ستونزې په اسانه هوارولی شي.


وسله والو طالبانو ته چې کومې مالي او نورې مرستې ورکول کېږي، د هغې مخنیوی څنګه کېدای شي.

په دې اړه سمیع یوسفزی وايي، که څه هم دا ستونزه په بشپړه توګه نشي ختمېدای خو د پاکستان حکومت ته په کار دي چې د نا قانونه ډلو په سفر، سیاسي او نورو هلو ځلو بندیز ولګوي؛ نو له دې سره به تر ډېره حده وسله والو طالبانو ته د مرستو ورکول کم شي.

د پېښور په پوهنتون کې د ژورنالېزم د څانګې استاد عرفان اشرف وايي، چې د افغانستان ګاونډي هیوادونو او د نړۍ نورو طاقتونو د یو بل اندېښنې نه وي لرې کړې، تر هغې په افغانستان کې سوله نشي راتللای او چې په افغانستان کې سوله نه وي راغلې، تر هغې به د پاکستان په ګډون، په ټوله نړۍ کې له وسله والو سره مرستې روانې وي.
XS
SM
MD
LG