د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سولې بهیر: قطر یا سعودي عرب!! او د پاکستان مقاصد


دا وسله وال طالب هم له افغان حکومت سره یو ځای شو
دا وسله وال طالب هم له افغان حکومت سره یو ځای شو
نقیب الله متونوال، مشال راډیو

خوست -
په افغانستان کې د سولې راوستو او په دې اړه په قطر کې د وسلوالو طالبانو استاذو او امریکې خبرو او هم په همدې قطر کې د دوی لپاره د یو دفتر پرانستو رپوټونو د افغانانو په زړنو کې دا هیله پیدا کړه، چې ښايي دا خبرې په پایله کې په افغانستان کې د جنګ په پای ته رسیدو او د سولې په راتګ تمامې شي.

خو، وروسته بیا د افغان دولت او د سولې عالي شورا د ځینو غړو څرګندونو او ورپسې په سعودي کې د نورو خبرو کیدو اوازو، که څه هم وروسته ناسمې وبلل شوې، خو د خلکو سره یي یو لړ اندیښنې پیدا کړې، چې ښايي د سولې خبرې به په نورو ورکو لارو ولاړې شي.

د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده وايي چې تر اوسه د طالبانو دریځ یو دی هغه دا، چې دوی نه غواړي اوس له افغان حکومت سره خبرې وکړي نوموړی زیاتوي داسې هڅې روانې دي، چې د طالبانو په منځ کې بله ډله را پیدا او د سولې دا روانې هڅې له نکامۍ سره مخامخ شي.

((تر اوسه اصلآ طالبانو په دې هکله څه خبرې نه دي کړي او موقف يي هم تر اوسه ندی تغیر کړی، چې دوی به له افغان حکومت سره خبرې کوي؛ زه فکر کوم، چې پاکستان هم اوس غواړي د افغانستان په مرسته او یا دواړه حکومتونه غواړي، چې د طالبانو په مینځ کې ځینې ډلې تشویق کړي، چې دوی د قطر له خبره سره پریکون وکړي او له پخوا څخه دا هڅې روانې دي چې د ملا عمر سره مخالفت وکړي او پاکستان له ملا عمر څخه خوابدی دی.))

که پاکستان غواړي د سولې خبرې ناکامه کړي له دې یي موخه څه ده؟

د سیاسي چارو یو بل کارپوه اسدالله ولولوجي یي په ځواب کې وايي: (( پاکستان غواړي پدې خبرو کې ډیره ونډه ولري او د پاکستان او امریکا اړیکې هم ښې نه دي؛ اتیا او نوي په سلو کې طالب مشران په پاکستان کې دې او پاکستان هم نه غواړي چې د طالبانو او امریکا تر مینځ او یا د افغان دولت سره يې اړیکې ښې شي او له پاکستان پرته د سولې خبرې هېڅ پرمختګ نه شي کولای ځکه د دوی رهبري په پاکستان کې ده.))

خو خپله د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کر د چارشنبې په ورځ په کابل کې د خپل افغاني سیال ډاکټر زلمي رسول سره په یوه خبري غونډه کې وویل، چې دوی په افغانستان کې د هر پرمختګ تر شا ولاړ دي او د سولې ګډ کمسیون په نوي والي کې هم کومه ستونزه نلري.

په دې اړه د سیاسي چارو کارپوه او د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړی استاد حبیب الله رفیع د حنا رباني کر او په ټوله کې د سولې خبرو لپاره خوشبیني څرګندوي او وايي اوس پاکستان هم اړ دی، چې په افغانستان کې سوله ومني.

استاد رفيع زياتوي: (( پاکستان هم اوس په یوه بد حالت کې واقع شوی دی؛ ځکه هغه اور، چې دوی په افغانستان کې بل کړی و هغه اوس په پاکستان کې هم لمبې وهي او هره ورځ اورو، چې هلته وژنې کیږي، ځانمرګې بریدونه کیږي او مذهبي مسایل او ستونزې پیدا شوي او دا هغه خطرناک اورونه دي، چې د دوی خاموش او غلي کول سخت کار دی. نو په دې اړه پاکستان هم اړ دی او افغان حکومت هم، چې استقرار رامنځته کړي ځکه په سیمه کې اوس د دې ضرورت دی چې امنیت راشي. زه خوشبين یم، چې دا خبرې به یو ځای ته رسیږي.))

دا چې دا خبرې به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د ښکیلو غاړو لخوا په څومره وخت، او څه ډول شرایطو وړاندې کولو او یا منلو سره مثبتې پایلې ته رسیږي خو، عام افغانان له درې نیمو لسیزو جګړو پوره ستړي شوي او د سولې او امن ژوند اسره کوي.
XS
SM
MD
LG