د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو وايي طالبان د افغانستان د نیولو نه دي



د فرانس پریس په نامه خبري اژانس لیکي چې د نېټو په ډاګه شوي رپوټ کې د وسله والو طالبانو له خوا ویل شوي چې دوی په ۲۰۱۴م کال کې د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د خپلې بریا په اړه ډاډمن دي.

خو اژانس د ناټو د چارواکو له خولې وايي چې طالبان په افغانستان کې ډېر کمزوری شوی دی او د هغوی په خبره دا په ډاګه شوی رپوټ به هیڅ اغېزه هم نه وي.

اژانس په برسلز کې د نېټو د ځواکونو د یوې ویاندې اوانا لنجسکو له خولې لیکي چې طالبان د تېر کال په اوږد کې د جګړې په میدان کې بیخي زیات پر شا تللي دي. او د هغې په خبره دوی ته مالومه ده چې طالبانو ډېره مځکه او ډېر مشران له لاسه ورکړي دي.

اژانس لیکي چې اوانا لنجسکو د نېټو د په ډاګه شوي رپوټ په اړه له څه ویلو ډډه وکړه او ویې ویل چې دا له طالب بندیانو څخه د پوښتنو او ګروېږنو د بیانونو یو لنډیز وو.

اوانا لنجسکو زیاته کړه چې په دې رپوټ کې چې د طالبانو له خولې څه ویل شوي دي هغه د دوی نظر دی او دا هغه څه دي چې دوی ېې غواړي او غواړي چې موږ دي پرې باور وکړو.

فرانس پریس اژانس لیکي چې د برتانیا د رسنیو له خوا ترلاسه شوی د نېټو په دې رپوټ کې د طالب بندیانو له خولې ویل شوي چې په ۲۰۱۱م کال کې په پرشا تمبېدلو سربېره د دوی ځواک ، هڅونه ، د پېسو ترلاسه کولو لارې او د جنګي تکتیکونو صلاحیتونه لا هم پر ځای دي.

رپوټ لیکي طالبان فکر کوي چې کله نړیوال ځواکونه له افغانستانه ووزي نو د دوی بریا داسې ده چې څوک یې مخه نه شي نیولای.

د نېټو په ډاګه شوی دا رپوټ لیکي چې د پاکستان جاسوسي اداره آی ایس آی په پټه د طالبانو مرسته کوي. خو د نېټو د ځواکونو ویاندې اوانا لنجسکو ویلي چې داسې خو دوی اورېدلي دي او دا د هغې په وینا کومه نوې خبره نه ده.

اوانا لنجسکو د نېټو دریځ بیا تکرار کړی دی چې دوی د پاکستان او افغانستان پر پوله د وسله والو د پټنځایونو په اړه اندېښمن دي.

هغې ویلي چې د افغانستان او پاکستان امنیت یو له بل سره تړلی دی نو ځکه د هغې په خبره د پاکستان رول لوبول ډېر مهم دي.

اوانا لنجسکو وایي چې دا د ټولو ګډه ستونزه ده یانې دا په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو ، په خپله د افغان ولس او هم دا ډول د پاکستان د امنیت مسله ده. نو د هغې په وینا ځکه یې په ګډه د مخنیوي اړتیا ده.
XS
SM
MD
LG