د لاسرسي ځای

تازه خبر

آی اېس آی له طالبانو سره مرسته کوي،د باکستان انکار



د ناټو لخوا خبري رسنیو ته ترلاسه شوې پټ رپوټ وايې د پاکستان استخباراتي ادارې په افغانستان کي پر بهرنيو ځواکونو باندې د مخامخو بریدونو په ترسره کولو کې د افغان طالبانو مرسته کوي.

دا رپوټ د نیول شویو ٢٧ زرو کسانو په ډله کې، له څلور زرو وسله والو طالبانو، د القاعدې د غړیو په ګډون له نورو بهرنيو جگړه مارو او له ولسي وگړو د پلټنو ګروږنو پر اساس تیار شوی دی.

بي بي سي او د برتانيیا دې ټائمز ورځپاڼه وايې رپورټ د امريکا پوځ جوړکړی او په ډسمبر کي يې د ناټو لوړ پوړو چارواکو ته سپارلی وو. د دوی په وينا رپورټ زياتوي طالبان داسي انګيري چې کله په دوه زره څوارلس کې د ناټو په مشرۍ بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي نو دوی به بیرته د دغه هیواد د نیولو جوګه وي.

رپورټ د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ايس آی په اړه وايي، پاکستان د طالبانو لوړپوړي مشران اوس هم په خپله ګټه استعمالوي او د وسلوالو په فعاليتونو کې له ډېر نږدې لاس لري. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت رپورټ رد کړی او بې بنياده يې بللی دی.

د بي بي سي لخوا تر لاسه شوي رپوټ کې ادعا شوې چې له طالبانو سره د پاکستان مخامخ ملاتړ دى او افغان ولس ورسره پراخه خواخوږي لري. د رپوټ په خبره طالبان د پخوا غوندې له اېلېدو یا تمېدو وتلي ښکاري.او په لومړي ځل یې د پاکستانيو پوځي استخباراتو ( آى اېس آى ) او طالبانو تعلقات له ورایه بربنډ کړي دي.

په رپوټ کې تور لگول شوی هغه طالب ياغيان چې د امريکاييانو او افغانانو په وژنه لاس لري د پاکستاینو استخباراتو تر سیورې لاندې اوسي.

په رپوټ کې د القاعده د یوه نیول شوي غړي له خولې ويل شوي چې پاکستان په هر څه خبر دی.دوی هرڅه کنټرولوي.دده په خبره چې ّ کونړ کې د دوی د څارنې پرته زه ونه نشم خوځولای.


"د هغه په خبره طالبان اسلام نه اسلام آباد دی ."

رپوټ وايي، د نړيوالو له دې تگلارې سره سره چې د افغانستان امنيت په خپلو پوځونو خوندي کړي، د طالبانو او افغان پوليسو او پوځ ترمنځ پراخه همکاري شته.

په رپوټ کې راغلي هغې سیمې چې آيساف ځواکونه ترې وتلي، د طالبانو اغېز په کې زیات شوى دی.او وايي د القاعده زور په کمېدو دی خو د طالبانو هغه په ډېرېدو دي.
XS
SM
MD
LG