د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ځوانانو ميلې


ننګرهاري ځوانان په سرو سکروټو کباب پخولو ته ناست دي
ننګرهاري ځوانان په سرو سکروټو کباب پخولو ته ناست دي


بازمحمد عابد مشال ريډيو

جلال اباد: په افغاني ټولنه کې د ځوانانو ناستې ولاړې اوس هم په روايتي بڼه شتون لري، اوس هم ډله ډله ځوانان د ښار له شوره کليو ته پناه وروړي او د خپلو ستړو ذهنونو ستړيا پرې له منځه وړي.

دا ناستې ځينې د ستار منګي د پروګرام په جوړولو او يا هم په دودیزه خوړو ولاړې وي.

تيره ورځ د ننګرهار له بيلابيلو سيمو څخه ځوانان د کامې ولسوالى ته ورغلي وو او په ګډه يې د پسه يا ګډ له غوښو څخه روايتي خوراکونه لکه پټې دانې، چوپان کباب، روش او يخني ښوروا جوړولې او په مزه مزه يې نوش جان کولې.

د کامې د بازيدخيلو په ډاک کې فرهاد احمد خليلزى چې د غره په لمنه کې يې قلا جوړه کړې وايي چې کله کله يې دوستان په ميله ورځي:

(( د کامې د بازيدخيلو ډاک چې پر امنه فضا ده او دا ځاى فرصت کې هم دى، دا دوستان دلته راغلي او پسه يې هم له ځانه سره راوړى دى. څو چې دوستان خبريدل پسه مې لاس او پښه کړى و او څو قسمه خوراکونه مو ترې جوړ کړي وو. لکه پټه دانه، چوپان کباب، روش او يخني ښوروا مو ترينه جوړه کړه او نوش جان مو کړه.))

د عنايت الحق په نوم يو تن ځوان وايي چې د افکارو د تبادلې په خاطر کله کله داسې ناستې جوړوي چې هم په کې خوراکونه وکړي او هم په يوه پاک چاپيريال خپل ذهنونه تسکين کړي:

(( زموږ دوه تنه ملګرو د ګډ يو پروګرام په شريکه جوړ کړى و او لس دولس تنه دوستان پرې راټول شوو. کيناستو او د يو بل له خبرو مو خوند واخيستو يو د بل له ځاله خبر شوو او ښه ساعت مو تير شو.))

په جلال آباد کې ځوانان اوس تل د رخصتو ورځو کې د خپلو کلیو باڼدو کې میلې جوړوي
په جلال آباد کې ځوانان اوس تل د رخصتو ورځو کې د خپلو کلیو باڼدو کې میلې جوړوي

شاعر او ليکوال او د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو مشر عبدالغفور ليوال هم په دغه کلتوري بنډار کې برخه لرله. دى وايي چې دغسې ناستې د ځوانانو يو په بل د باور د زياتيدو له پاره هم ګټورې دي:

(( نننى ناسته زما لپاره د يوه زده کړې ځاى هم و. ما د بيلابيلو سيمو دوستان هم وليدل او بيا په دې سره پوه شو چې د افغانستان د اوسنيو شرايطو په اړه او د افغانستان د راتلونکي په اړه ځوانان څه فکر کوي او په کومو کومو برخو کې فعاله دي، د خلکو تر منځ په افقي مناسبتونو او پيژندګلوى د زياتيدو دغسې ناستې يوه ښه ذريعه ده. په تيره بيا له بحران نه وروسته د ځوان نسل د مطرح کيدو، د يو بل د پيژندلو او ګډ کار کولو کې هم دغسې ناستې ډيرې ګټورې دي. خداى دې وکړي چې زموږ د هيواد ډير ځوانان دا فرصت ولري چې دغسې په يوه ارامه فضا کې سره راټول شي او د زړونو خواله سره وکړي))


ياده دې وي چې د ځوانانو د ميلو دا دود له پخوا څخه په افغانستان کې موجود و خو اوس چې د کډوالۍ له ژوند څخه ګن شمير افغانان راستانه شوي، د ننګرهار په بيلابيلو سيمو کې دغسې کلتوري ميلې جوړوي.
XS
SM
MD
LG