د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملمجبه : پر واوره د جيپونو زغل سیالي



نيازاحمدخان - سوات

دسوات سيل ګريزه سيمه ملمجبه چې له مينګورې ښاره څلويښت کلوميټره لرې ، له سمندره نهه زره فوټه لوړوالی لري او پرې شپږ مياشتې واوره پرته وي دا ځل ورباندې دجيپونودزغل مقابلې روانې دي.

دښکلو او دنګو غرونو د واروو غوړېدلي سپین څادر باندې دغه سیالي فرنټيېرفوربای فورنومي دځوانانوتنظيم چمتو کړې دي چې پکې د ملک له بیلا بیلو برخو نه تر ۳۵ پورې لوبغاړوبرخه اخیستې ده.

ددغه تنظيم مرستيال مشر تيمورمشال ريډيوته وویل چې په سوات کې اوس امن راغلی دی او دا یو ډېر ښایسته ده .د دوی په خبره چې جیپ زغل سیالسو نه زښته خوند اخیستی دی.

دپښتوسندرغاړي زيک اپريدي هم په دغه مقابلوکې برخه اخستې ده ، هغه وویل چې سوات یې ډېر خوښ دی او له دې مقابلو يي ډير خوند اخیستی دی.دده په خبره داسي مقابلې په دې سيمه کې پکاردي.

ځايي خلکو وویل ،داسې هلې ځلې په سرکاري توګه کول پکاردي او حکومت دې د لارو خلاصولو لپاره کارشوروکړي چې ملمجبې ته دسيلانيانوتګ شورشي او په دې سره به د ځايي خلکو روزګار زيات شي دغه مقابلې به درې ورځې جاري وي ، چې ورته مقامي سيلانياهم ليدوله پاره يوشمير تعدادکې راغلي دي.
XS
SM
MD
LG