د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په سمنګان کې لرغونې یهودي کتبې



رايټرز خبري اژانس په خپله یوه مقاله کې ليکلي دي چې د افغانستان په شمال کې پدي نزدو کې داسي لرغوني يهودي کتبي تر لاسه شوي دي چی د يو شمير لرغون پوهانو تر مينځه يې تاوده بحثونه راپارولي دي، په دغو کې ځینې وايي چې دا کتبې به د منځنۍ دورې نا پيژندل شوي اړخونه رابرسيره کړي.

اژانس زياتوي چې د يولسمي پيړۍ دا تقريبا ۱۵۰ دستاويزات د افغانستان شمالي ولايت سمنګان کې دريافت شوي دي. خو داسې ښکاري چې له بده مرغه د معمول مطابق له د غه جنګ ځپلي هيواده لکه د پخوا په شان سمګل شویدي ، له دې مخکې هم له افغانستانه ګڼ شمير لرغوني آثار نورو هيوادونو ته په پټه وړل شوي دي.

رايټرز د يوه اسراييلي لرغونپوه پروفيسر شال شاکېد چې په يروشلم کې په هيبرو پوهنتون کې استاد دی او ددې تومارونو یا کتبو د ځینو شعرونو، کاروباري او عدالتي لوظنامو لیکنې یې معاينه کړي دي له خولي ليکې چې لرغوني يهودي افغاني آثار خو مالوم دي خو ددوی د کلتور په اړه دقيق مالومات تر دا مهاله يوه معمه ده. شاکېد وايي چې په ړومبي ځل داسې ثبوتونه لاس ته راغلي دي چې د دې له لوستلو نه پس به دهغه وخت د يهودي ټولني په اړه مالومات تر لاسه شي.

رايټرز ليکې چی دا دستاويزات دا مهال په لندن کې د يوي غير حکومتي کاروباري اداري په ولکه کې دي او د پروفيسر شاکېد په وينا دا په تيرو دوو کالو کې په افغانستان کې دريافت شوي او بيا سمګل شوي دي.

رايټرز خبري اژانس د آکسفورډ يونيورستي د عبراني او یهودي مطالعاتي مرکز د يو کار پوه ټي مايکل لا له خولي ليکي چې دا کتبې د هغو يهودي سوداګرو دي چې له برېښمنې لارې يا سیلک روډ نه به مينځنۍ اسيا ته تله او کېدي شي دا لیکنې یې په سمنګان کې پرې ايښي وي ، ټي مايکل زياتوي چی دا هم کېدای شي چې دا کتبي د سمنګان د خواشا سيمو نه چا دغلته راوړي وي او د څه نور مطلب لپاره يي په دغو سیمو کې ښخ کړي وي، خو وآيي چې پدي اړه څه نتيجي ته رسيدل به وخت اخلي.
XS
SM
MD
LG