فرهاد شینواری، مشال راډیو
لواړګی - د قبایلي سیمې خیبر د ځنګلاتو ادارې په وینا، په خیبر اېجنسۍ کې به د روان کال (۲۰۱۲) په اوږدو کې شا و خوا پر ۱۷۰۰ اېکړه ځمکې بوټي لګول کېږي.
د ادارې په وینا، په جمرود، لواړګي، شلمان، ملا ګوري، او د باړې په ځېنو سیمو کې یې د بوټو لګول پیل کړي هم دي.
اداره وايي، په دې سیمو کې به کیکر، پلوسه، نښتر، او د لاچۍ بوټي لګول کېږي. په یو اېکړ ځمکې به ۴۳۵ بوټي کرل کېږي، او تر درو کالونو پورې به د دې بوټو د ساتنې او څوکیدارۍ کار هم کوي.
په دې اړه د ځنګلاتو د ادارې یوه چارواکي حیات علي مشال راډیو ته وویل: ((په خیبر کې به د مارچ [له] میاشتې د پسرلي کیمپېن پیلوو، او په لکونو بوټي به لګوو.))
نوموړی وايي: ((د ځنګلاتو [له] لګولو سره په ماحول ښه اثرات [کېږي.] له دې سره بارانونه زیاتېږي، ځنګلي ځناور هم په کې ډېر شي، او په خاصه توګه د پلوسۍ له ګل سره د مچیو په ذریعه ښه شات تر لاسه کېدای شي، چې یو ښه روزګار دی او خلکو ته ترې د اور لپاره لرګي هم په لاس ورتللای شي.))
د دې بوټو د لګولو په اړه یو ځايي اوسېدونکی فواد وايي: ((په سیمه کې ډېر خشک موسم وي او که دا بوټي په کې ولګول شي نو ډېر ښه اثرات به یې را بر سېره شي.))
یو بل اوسېدونکی عطا الله اپریدی وايي: ((د ځنګلاتو محکمې ته په کار دي چې دا بوټي نه یواځې په غرییزو سیمو کې بلکې په هوارو ځمکو او کلیو کې هم ولګوي؛ او د خیبر درې پر لویه لار هم په کار دي چې دا بوټي ولګول شي.))
د خیبر اېجنسۍ د ځنګلاتو محکمې چارواکي وايي، په دې سیمه کې چې څوک هم غواړي، او ((موږ ته خپله ځمکه وسپاري موږ ورته بوټي پر لګوو.))