د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو استازي قطر ته رسېدلي دي


احمد تکل، مشال راډیو

پراګ - د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د امربالمعروف او نهي عن المنکر ادارې مشر مولوي قلم الدین ډېلي ټيليګراف ورځپاڼې ته ویلي چې په قطر کې د طالبانو په ډيپلوماتیک ماموریت کې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر پخوانی سکرټر طیب آغا چې له نژدې یوکال راهیسې یې د طالبانو او امریکايي او جرمني ډيپلوماتو ترمینځ د منځګړي په توګه فعالیت کاوه، د طالبانو د رژیم د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شېرمحمدعباس ستانکزی او د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د طالبانو سفیر مولوي شهاب الدین دلاور شامل دي.

د قلم الدین په وینا دا استازي ټول تعلیم یافته دي، په انګلیسي ژبه روانې خبرې کوي او دوی ته د معتدلو طالبانو په سترګه کتل کېږي خو په عین حال کې د طالبانو تحریک ته هم ژمن دي.

په ملګروملتونو کې د طالبانو د رژیم استازي او اوس مهال د سولې د عالي شورا مرستیال عبدالحکیم مجاهد وايي چې په نیویارک کې د ده پخوانی سکرټر سهیل شاهین هم په قطر کې دی.

د راپور له مخې د طالبانو د هیات په ترکیب کې له ۲۰۰۱ کال مخکې په ابوظبي کې د افغانستان د سفارت دریم سکرټر حافظ عزیزالرحمن هم شامل دی چې د مجاهد په وینا د سولې په خبرو کې یې ډېر مهم رول لوبولی.

د روانې میاشتې په لومړیو کې د طالبانو له خوا دااعلان چې له نورو هېوادونو سره د تفاهم لپاره په قطر کې خپل سیاسي دفتر پرانیزې، د افغانستان په لس کلنه جګړه کې یو ډېرمهم پړاو ګڼل کېږي.

که څه هم د طالبانو ګڼ مشران لاهم د ملګروملتونو په تور لېست کې دي چې بهر ته سفر نشي کولای خو داسې ښکاري چې په قطر کې د دوی د مصوونیت ضمانت شوی.

ډېلي ټلګراف ورځپاڼه د خپل راپور په دوام کې زیاتوي چې لویدیځو ډيپلوماټانو تایید کړې ده چې د طالبانو استازي یا قطر ته رسېدلي او یا پر لاره دي.
د راپور له مخې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه له تبصرې ډډه کړې خو دا یې تایید کړې چې د طالبانو یو هیات قطر ته رسېدلی دی.

ورځپاڼه زیاتوي، افغان حکومت ویلي چې په قطر کې د طالبانو د یو استازي دفتر د پرانیستو په اړه تراوسه وروستۍ موافقه نه ده شوې خو له دې سره سره افغان چارواکو په دې اړه په ډېر احتیاط سره عکس العمل څرګند کړی او ویلي یې دي چې یوې دوامداره سولې ته رسېدل ښايي کلونه وخت واخلي.

ډېلي ټيليګراف د افغان چارواکو په حواله زیاتوي چې وايي، د سولې مخامخ خبرې اترې به طالبان دې ته اړباسي چې خپلې غوښتنې په منظم ډول مطرح کړي او ښايي له دې وروسته د پرله پسې چاودنو لړۍ هم پای ته ورسوي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د سپینې ماڼۍ ځانګړي استازي مارک ګراسمن تېره اونۍ په کابل کې وویل، دی له طالبانو څخه دا واضح پیغام غواړي چې ځان له نړیوال تروریزم څخه جلا او دا ثابته کړي چې دوی سیاسي حل لارې ته ژمن دي.

خو ځینې کارپوهان بیا وېره لري چې د طالبانو محاسبه ښايي دا وي چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو پورې په انتظار پاتې کېدو سره ناټو ته ماتې ورکولای شي. دا کارپوهان استدلال کوي چې په قطر کې د دفتر د پرانیستو هدف به یوازې د وخت تېرول او یاهم د خلیج له هېوادونو څخه د چندې ټولول وي.
XS
SM
MD
LG