د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي هیوادونو سره د افغانستان د تړونونو ارزښت


ولسمشر کرزی له اېټالیوي وزیر اعظم مونتي سره
ولسمشر کرزی له اېټالیوي وزیر اعظم مونتي سره
بشیر ګواښ، مشال راډیو

پراګ - افغانستان له درو اروپايي هيوادونو سره د اوږد مهاله اړيکو د دستخط کولو په لړ کې د اېټالیا سره تړون لاسليک کړی.

د افغان ولسمشر حامد کرزي له دفتره په خپره شوي يوه خبرپاڼه کې ويل شوي چې دا اوږد مهاله تړون د دواړو هيوادونو ترمنځ پر اقتصادي همکاريو را څرخي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې افغان ولسشمر حامد کرزي د اېټالیا د وزیراعظم ماموريو مونتي سره د دې تړون له لاسلیک کولو وروسته وويل چې په افغانستان کې د ښو شرایطو په اساس او د ستراتیژیکو اړیکو ددغه تړون له برکته ایټالیا کولای شي چې د افغانستان د کاني زېرمو په راسپړلو کې خپله پانګونه وکړي.

ولسمشر کرزي همداراز د مطبوعاتو سره په خبرو کې دا تړون مهم وګاڼه او زياته يې کړه
((زه د افغانانو په استازيتوب د ايټاليا له خلکو مننه کوم چې مونږ ته يې هر هغه څه راکړي چې کولی یې شول. په دې ترڅ کې يې د ايټلي ځوان سړي او ښځې د افغانستان سره مرسته کوي او په سخته ګټلو پيسو د لګولو په ترڅ کې د افغانستان د باثباته کولو او د ښې راتلونکې پر لور د ګامونو اخيستلو سره مرسته کوي. ))

د افغان ولسمشر د دفتر خبرپاڼه د اېټالیا د وزيراعظم له خولې ويلي چې دا تړون له افغانستان سره د هغه د هيواد د اوږد مهاله مرستو دوام دی.

د اروپا د دورې په لړ کې به افغان ولسمشر کرزی د فرانس او برطانيه سره هم ورته تړونونه لاسليک کوي.

د فرانس د تړون په اړه د کرزي وياند ايمل فیضي وايي چې فرانس سره د افغانستان زراعت ته د ودې ورکونې، د اقتصاد پياوړتيا، تعليم او کلتوري برخو کې تړون لاسليک کيږي.

د اقتصادي چار کارپوه او د افغان تجارتي خونې يا چيمبر آف کامرس يو چارواکی خانجان الکوزی دا تړونونه مهم ګڼي خو زياتوي چې تړونونه بايد په نور واضح شکل کې خلکو ته وړاندې شي.

هغه زياته کړه: ((دا اوږد مهاله تړونونه اهميت لري خو په اړه يې بايد ډير معلومات ورکړل شي چې په کومو کومو ځانګړو برخو کې به همکاري کوي. که دا تړونونه په سمه توګه عملي شي نو موږ به خودکفا شو او ګاونډيانو ته له مجبوريدو به خلاص شو.))

له دې وړاندې افغانستان د امريکا، ناټو او هند سره هم اوږد مهاله سټريټيجيک تړونونه لاسليک کړي دي.

د سياسي چارو څيړونکی، ودیر ساپی وايي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان څخه د بهرنيوو پوځيانو له وتلو وورسته ورته تړونونه په سياسي لحاظ د غربي هيوادونو او افغانستان لپاره ګټه لري. هغه وايي که په افغانستان کې امنيت خراب شي او نړيوالو ته ترې ګواښ راپورته کيږي نو اروپايي هيوادنه کولی شي د دې تړونونو له لارې بيرته افغانستان ته راوګرځي.

هغه زياته کړه: ((دا تړونونو د افغانستان د سياسی ثبات لپاره ډير ښه دي. که ګاونډيان ورسره کومه ستونزه لري نو هغه خو ورته افغان حکومت ويلي دی چې د افغانستان خاوره به د هغوی پر ضد نه کاريږي.))

د يادونې وړ ده چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان د باثباته ساتلو لپاره د غربي هيوادونو سره د اوږدمهاله سټريټيجيک تړونونو د کولو ترڅنګ د طالب وسله والو د پخلاینې او په سياسي بهير د ورګډولو هڅې هم روانې دي.
XS
SM
MD
LG