د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست :ځانمرګي واسکټونه او یو بم ښځوونکي نیول شوی


د خوست امنیتي چارواکي وایې، چې د خوست ښار په لویدیځه برخه کې يې د عملیاتو پرمهال د ځانمرګو بریدونو لپاره درې جوړشوي واسکټونه او په تړاو یې ورسره یو تن او همدارنګه يو بل تن ماين ښخوونکى نیولى دی.

د خوست ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال سردارمحمد ځاځي د پنجشنبې په ورځ د یوې خبرې غونډې پرمهال خبریالانو ته نیول شوي کسان او ور سره واسکټونه او نور نیول شوي مهمات وښودل.

جنرال ځاځي وویل، چې د خوست امنیتي ځواکونو تېره شپه د خوست ښار په لویدیځ وچه خوړه سیمه کې د معلوماتو پر اساس عملیات وکړل، چې په ترڅ کې یوتن له دریو واسکټونو سره، چې د ځانمرګو بریدونو لپاره چمتو شوي وو ونیولو.

نوموړى زياتوي:)) دخوست امنيې قوماندانۍ امنيتي ځواکونونو د هغې اطلاع په اساس،چې لاسته يې راوړې وه د خوست د وچې خوړې په سيمه کې عمليات وکړل او په ترڅ کې يې يو کس، اوله هغه سره درې د ځانمرګي بریدونو واسکټونه چې په مخصوص شکل هلته ځای پرځای شوي وو. ونيول، نوموړي غوښتل چې دا واسکټونه په خوست ولايت كې وكاروي او زموږ شريف خلک د غم او وير په ټغركينوي.((

د خوست امنیه قوماندان دا هم وویل، چې يو بل تن یې هم د ماین د خښولو پرمهال نیولی دی چې په وینا یې ترې پوښتنې روانې دي.

دغه نیول شوي تن له خبریالانو سره د خبرو پرمهال په خپل جرم اعتراف وکړ او ویې ویل، چې غوښتل يې ماین د بهرنیوځواکونو لپاره ځای پرځای کړي.

بل پلو د خوست د صبريو ولسوالۍ د يعقوبيو په سيمه کې د چار شنبې په ورځ د ملي اردو سرتيري مسموم شوي وو، د دوه سوه درې تندر قول اردو د عامه اړيکو سرپرست تورن عبدالله وايي، چې د ملي اردو پوستې ته نږدې د اوبو په ټانكۍ كې زهر اچول شوي وو او كله، چې هغه اوبه سرتيرو وكارولې نو درې سرتيري يې مسموم كړل، عبدالله دا هم وايي، چې وروسته يې په سيمه کې عمليات وكړل او د دې كړنې په تور يې پنځه شکمن کسان ونيول.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د خوست په امنيتي وضيعت کې ښه والى راغلى او د نا امنۍ پيښې کمې شوي
XS
SM
MD
LG