د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ : د وکیلانو د وژنې پر ضد احتجاجونه


په کراچې کې بیا بیا هدفي وژنې ترسره کېږي.یو پولیس واله ددغه ښار په ناقراره سیمه کې د بیدارۍ په حالت کې ولاړ دی.
په کراچې کې بیا بیا هدفي وژنې ترسره کېږي.یو پولیس واله ددغه ښار په ناقراره سیمه کې د بیدارۍ په حالت کې ولاړ دی.

ظفرکریمي ــ کراچۍ

په کراچۍ کې د شورو په ورځ د کراچۍ بار ایسوسي ایشن د دریو غړو وکیلانو د وژنې په ضد نن د زیارت په ورځ د پاکستان سترې محکمې د وکیلانو اتحادیې یا سپریم کورټ بار ایسوسي ایشن کاریندیز او احتجاج وکړ.

د یادې شوې اتحادیې مشر یاسین ازاد له حکومته غوښته کړې ده چې په پېښه کې ککړ عناصر دې ونیسي او زر تر زره دې د قانون منګولو ته وسپاري.” له حکومته غوښتنه کوو چې د وکیلانو د خوندیتوب په برخه کې دې لازم ګامونه پورته کړي نن ټول ملک او په ټولو بار کونسلونو کې وکیلان په دې خاطر په احتجاج سر دي چې د کراچۍ په پېښه کې ککړ کسان په ۲۴ ګنټو کې ونیول شي او وکیلانو ته تحفظ ورکړل شي ٬ْ٬

د شیعه مسلک سره تعلق لرونکو یو ګوند شیعه علما کونسل هم په کراچۍ کې د وکیلانو د وژنې په پېښه درې ورځنې ویر او نن ورځ کاربندیز وکړ ـ

د یادونۍ وړ ده چې پرون د کراچۍ سیمه ایز عدالت سټي کورټ سره نزدې د ارام باغ تاڼې په سیمه کې نامالومه موټر سایکل سورو په یو ګاړي ډزې کړې وې چې په ترڅ کې یې درې وکیلان فیصل جعفري،کفیل جعفري او بدرمنېر وژل شوی او یو تن بابر زخمي شوی وـ

په کراچۍ کې اکثره د ناامنۍ پېښې کېږي او په بیا بیا احتجاجونه ترسترګو کېږي
په کراچۍ کې اکثره د ناامنۍ پېښې کېږي او په بیا بیا احتجاجونه ترسترګو کېږي

په کراچۍ کې د هایي کورټ بار ایسوسي ایشن غړي اقبال شاه خټک ایډوکېټ مشال ریډیو ته ویلي چې دا ړومبی ځل نه دی چې وکیلان په نښه کیږي ،بلکې له دې مخکې هم دغه ډول پیښې رامنځته شوي دي ـ

دهغه په خبره په دې ورستیو کې د وکیلانو د وژنې پېښو زور نیولی دی” روانه میاشت کې پنځه یا شپږ وکیلان وژل شوي دي ـ زیاتره هغه وکیلان په نښه شوي چې زیاتره په سیاسي ،ژبني او یا هم فرقه ایزو کیسونو کې وکالت کوي ـ د جرمونو په کیسونو کې وکالت کونکي نه په نښه کیږي ځکه چې هغې کې دویم فریق حکومت وي ـ فرقه ایزو کیسونو کې اکثر موږ وینو چې کله د یوې غاړې وکیل هدف جوړ شي او یا کله د بلې غاړې وکیل هدف شي “

د اقبال شاه خټک ایډوکیټ په خبره دې لړ کې د وکیلانو وژنه ناانصافي ځکه ده چې وکیلان صرف خپله دنده پرمخ بیایي او دا د هغوي د کار برخه ده چې په بیلا بیلو کیسونو کې د خلقو وکالت وکړي ـ

بلې خوا د سند صوبې د کورنیو چارو وزیر منظور وسان ویلي دي چې د پېښې د پلټنې لپاره یې دوه ډلې جوړې کړي دي او د عیني ګواهانو او ژوبل شوي تن د بیان په رڼا کې پولیس خپل کار پر مخ بیایي ،”په دې لړ کې ماد پلټنو امر کړی او د ارام باغ تاڼې پولیس مشر مې له خپلې دندې لېرې کړی دی ـ د کراچۍ د پولیس مشر نه مې هم د پیښې په اړه ۲۴ ګینټو کې دننه دننه رپورټ غوښتی دی “

یاده پېښه کې د ککړتیا په تور حکومت تراوسه څوک نه دي نیولي او نه ددغو وکیلانو د وژنې پړه منلې ده.
XS
SM
MD
LG