د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني قاضیان:له ملکه بهر د منصور اعجاز بیان نه اخلو


په پاکستان کې د قاضیانو یوې ډلې له دې خبرې انکار کړی چې د لانجمن لیک ( میمو ګیټ ) د یو مهم ګواه نه به له پاکستانه بهر بیان نه ریکارډوي .

امریکايي سوداګر منصور اعجاز په ولس مشر زرداري تور پورې کړی و چې د تیر کال په مئ میاشت کې یې امریکا ته یو لیک لیږلی و چې ورکې غوښتنه شوې وه چې دپوځ د کودتا نه دې دده حکومت وژغوري.

خو اوس منصور اعجاز د بیان د ریکارډولو لپاره پاکستان ته له تلو انکار کړی دی. داسې ښکاري چې نوموړی د امنیتي ستونزو له امله پاکستان ته نه ستنیږي.

داصف زرداري خلاف په کیس کې د منصور اعجاز بیان د ډیر اهمیت وړ ګڼل کیږي. دعدالت کارروايي په دې لړ کې د فرورۍ تر نهمې نیټې پورې ځنډولی شوې ده.
XS
SM
MD
LG