د لاسرسي ځای

تازه خبر

القاعده په تېښته ده.اوباما


د امریکا ولشمر بارک اوباما د کانګرس غونډې ته وینا کوي.۲۴م جنوري ۲۰۱۲م کال
د امریکا ولشمر بارک اوباما د کانګرس غونډې ته وینا کوي.۲۴م جنوري ۲۰۱۲م کال
دامریکا ولس مشر بارک اوباما د کانګرس غونډې ته د وینا پرمهال وویل چې په نړیواله کچه د القاعده ملا ماته شوې او دامریکا لپاره اوس دا تنظیم د خطر وړ نه دی. نوموړي زیاته کړه.

(( په تیرو دوو لسیزو کې په لومړي وار اسامه بن لادن دې هیواد ته هیڅ ډول ګواښ نه دی. دالقاعده مهم مشران له منځه وړل شوي دي. د طالبانو غورځنګ مات کړی شوی دی. او دافغانستان نه یو شمیر ځواکونو هیواد ته ستنیدل پیل کړي دي. ))

اوباما زیاته کړه دعراق د جنګ پای ته رسیدو دوی ته دا موقع ورکړه چې په نړیواله کچه د خپل دښمن خلاف کوټلي ګامونه پورته کړي. هغه وویل د پاکستان نه نیولې تر یمنه پورې دالقاعده غړي په منډه دي ، ځکه هغوی په دې پوهیږي چې له امریکا ځان نه شي ژغورلی.
XS
SM
MD
LG