د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ميانشين خلک له پېنځو کالو طالبانو برمته کړي وو


د کندهار د ميانشين ولسوالۍ ولسوال حاجي روزي خان
د کندهار د ميانشين ولسوالۍ ولسوال حاجي روزي خان

سید شاه سقیم - کندهار

د کندهار د ميانشين ولسوالۍ ولسوال وايي چې تېر پېنځه کاله د ميانشين ولسوالۍ خلکو د طالبانو له خوا برمتې ته ورته ژوند تېرولی . دى وايي طالبانو خلکو ته اجازه نه ورکوله چې ښار ته لاړ شي او ښار ته غزېدلې لاره يې هم د هغوی پر مخ تړلې وه.

د کندهار ميانشين ولسوالۍ چې له تېرو شپږ کالو را په دې خوا د دولت د مخالفو وسله والو په ولکه کې شا و خوا يوه مياشت وړاندې بېرته د دولت لاسته ورغله . او دا مهال يې د چارواکيو په خبره امنيت هم ټينګ شوى دى.

د يادې ولسوالۍ ولسوال حاجي روزي خان وايي چې تېر پېنځه کاله د ميانشين خلکو له طالبانو سره د برمتې په ډول ژوند تېراوو .

دى وايي وسله والو طالبانو خلکو ته اجازه نه ورکوله چې له ولسوالۍ څخه ووځي او ښار ته لاړ شي.

دده په خبره طالبانو وېره درلوده چې که د ولسوالۍ خلک ښار ته راشي دلته له افغان سرتېرو مرسته غواړي او ولسوالۍ د طالبانو له واکه وځي.

(( پر ډېرو خاصو خلکو يې دا بنديزونه لګولي وو چې تاسي به ښار ته نه ځئ ، هلته له چارواکيو سره وينئ او بيا دلته د هغوى په خبرو عمل کوئ . بل دا چې له پېنځو کالو يې را په دې خوا د ميانشين عمومي لاره چې ښار ته راغلى وه د خلکو پر مخ تړلې وه ))

دى وايي له دې امله چې طالبانو ښار ته راغلى لويه لاره د خلکو پر مخ تړلې وه د مياشين اوسېدونکي مجبوره وو چې تر ښاره پورې د يو ساعت لاره په شپږ ساعتونو په نورو اوږدو لارو ووهي .

حاجي روزي خان وايي چې دا مهال يې له ښاره تر ولسوالۍ او د ولسوالۍ له مرکزه تر ښار پورې ټولې لارې له ماينونو پاکې کړې دي او اوس هڅه کوي چې په ولسوالۍ د ښې حکومتداري چارې پيل کړي.

(( اوس په ميانشين کې امن راغلى دى. له ښاره تر ولسوالۍ او د ولسوالۍ له مرکز بيا تر کليو پورې ټولې لارې له ماينونو پاکې شوې دي . د ولسوالۍ واک ټول له پوليسو سره دى او اوس خلک هم له دولت سره زياته همکاري کوي ))

دى زياتوي چې له تېرو شپږ کالو را په دې خوا د ميانشين خلک له ټولو هغو مرستو څخه بې برخې وو چې دولت او نړيوالې ادارې يې له افغانانو سره کوي.

د ده په خبره اوس چې هلته امن راغلى دى نو بايد د کندهار رياستونه مانشين ته هم پاملرنه وکړي.

(( د پوهنې له رياست څخه مي غوښتنه ده چې هلته د معارف په برخه کې کار وکړي . د زراعت رياست هم بايد هلته يو پلاوى ولېږي او همدارنګه د صحت عامې رياست بايد په ميانشين کې يو کلنيک خلاص کړي ))

د ميانشين ولسوالۍ شپږ کال وړاندې د ولت وسله والو مخالفينو ته په لاس ورغله چې تېره مياشت ورڅخه بېرته د پوځي عملياتو پر مهال ونيول شوه خو ورڅېرمه غورک ولسوالۍ لا هم اوس د دولت د مخالفو وسله والو په ولکه کې ده .
XS
SM
MD
LG