د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو برید ، امریکا پاکستانی دریځ رد کړی


د امريکا د بهرنو چارو وزارت وياندې ويکټورییا نولېنډ
د امريکا د بهرنو چارو وزارت وياندې ويکټورییا نولېنډ
امريکا د پاکستان هغه بيان بې ځایه بللی دی چې وايي ناټو له قصده د مومند ايجنسۍ په سلللا کې پر پوځي پوسته هوايي برید کړی چې پکې ۲۴ عسکر وژل شوي وو.

د امريکا د بهرنو چارو وزارت وياندې ويکټوريیا نولېنډ د ګل ورځ په واشنګټن کې له خبريالانو سره په خپلو خبرو کې په دې خفګان څرګند کړو چې پاکستان ورسره د ۲۶ نومبر د پيښې په اړه په پلټنو کې همکاري ونه کړه .

موږ هغه پلټنې چې د امریکا مرکزي کماندې (سېټکام ) ترسره کړې اعتباري ګڼو.موږ باور لرو چې دغه کاره له هر اړخیزه پلوه په بې عیبه توګه سر ته رسول شوی دی.زه به درپه یادکړم چې موږ د پاکستان حکومت او پوځ ته په بیا بیا وړاندیز کړی وو چې په دغه پلټنه کې خپله بشپړه برخه واخلي او زموږ پلټونکې ډلې ته خپل خلک وګماري.هغوی له برخه اخیستو انکار وکړ.د هغوی ګډون دا ګټه شیندلای شوای چې د دوی دریځ هم پکې راغلی وای.

دا په داسې حال ده چې پاکستان په مومندو ايجنسۍ کې د ناټو د هوايې بريد په اړه د امريکا پلټنې رد کړي دي.

پاکستان پوځ د ګل په ورځ په خپل يو بيان کې ويلي وو چې د مومندو ايجنسۍ د پيښې په اړه د امريکايي تحقيقاتي رپورټ ، ګڼې برخې او پلټنې په حقیقت کې سمې نه دي.

د پاکستان پوځ مطبوعاتي څانګې آی ايس پي آر په خپل یوه خپره شوې بیانییه کې ویلي چې امريکا دې د هغې شپې د برید اخستل شوي عکسونه ، وډيو فلم او ريکارډ کړي شوي غږونه په ډاګه کړي.دوی زیاتوي چې د ناټو لخوا شوی برید د پولو د قانون سرغړونه ده.

د پاکستان د دفاعي چارو څېړونکی ريټایرډ بريګيډیېر سيد نظير له مشال ريډيو سره په خبرو کې وويل چې د امريکا له لوري شوي پلټونکي رپوټ کې راغلي چې لومړی د پاکستاني پوځ لخوا پر دوی ډزې شوې دي نو ځکه یې جوابي برید کړی.
نوموړي زياته کړه، پاکستان هم په دې لړ کې کمزوري ښودلې پکار دا وه چې دوی خپله يو تحقيقاتي رپورټ تيار کړی وای او نړۍ ته یې خپل دریځ ښودلی وای.

د سياسي چارو شنونکی عقيل يوسفزی وايي چې د دواړو ملکونو ترمينځ تعلقاتو کې تاو تريخولی رامنځ ته شوی دی او د پاکستان له غبرګونه داسې نه ښکاره چې په لنډه موده کې به اړیکي ښه شي.

نوموړی زیاتوي چې د پاکستان مسلو ته په کتو سره دا هیواد ددې جوګه نه دی چې د امریکا مقابله وکړي نو ښه به دا وي چې ټولي کشالې ورسه د خبرو اترو له لارې هوارې کړي.


امريکا خپل تحقيقاتي رپورټ د تېر دسمبر مياشت په ۲۲مه نيټه خپور کړی وو چې په کې د پاکستان او امريکا دواړو هېوادونو پوځيان د پېښې ترسره کولو لپاره تورن ګرځول شوي وو. پاکستان ويلي وو چې د پيښې نيمه ذمه واري په پاکستان اچول بې انصافي ده او هغوي ته د منلو وړ نه ده.

په مومندو ايجنسۍ کې د ناټو د هوايي بريد په ځواب کې پاکستان په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونوته له خپلو خپلو لارو د سامان وړلو سپلايي بنده کړېده.
XS
SM
MD
LG