د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې شري ګڼ ماشومان ناروغه کړي


نقیب الله خوست

د افغانستان د خوست ولايت ځينې اوسيدونکي او ډاکټران وايي، چې د دې ولايت په ځينو ليرې پرتو سيمو کې ګڼو ماشومانو ته د شري ناروغي لګېدلې ده.

د خوست د عامې روغتيا رياست هم پر خلکو ږغ کړی چې خپلو کوچنیانو ته د شري واکسین (پځ ) ولګوي.

د خوست ولایت د سبریو ولسوالۍ اوسیدونکي وایي، چې په سیمه کي یې شرۍ زیات شوی او ګڼ ماشومان یې ناروغه کړي دي.دوی ویره لري، چې که یې پر وخت درملنه ونه شي نو ښایي ډیری ماشومان یې د مرګ له ګواښ سره مخامخ شي.

د خوست ولایت د ملکې روغتون مشرډاکټرعبدالمجید منګل وایی، چې د شري ځینې ماشومان له دوی سره بستر هم دي.

نوموړی زیاتوي چې د شري ناروغي پځ( واکسین (لري او خلکو ته یې غږ کړی چې ژر تر ژره یې خپلو ماشومانو ته ولګوي.

د یادوني ده، چې سبریو ولسوالي ګڼ نفوسه او د خوست ولایت له ناامنه هغو څخه ده، چې په تیرو لسو کلونو کې یی خلک تر ډیره له روغتیایی او نورو دولتي خدمتونو څخه بي برخې پاتې شوي دي او ښایی ناوړه اغیز یی تر ډیره په دې خلکو پاتي وي.
XS
SM
MD
LG