د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنسي تېري ښکار عظما ایوب د ماشومې DNA ټيسټ شوی


عظما ایوب له خپل وژل شوي ورورو عالمزیب سره
عظما ایوب له خپل وژل شوي ورورو عالمزیب سره

له کرک سيمې څخه د جنسي تيرې ښکار شوې انجلۍ عظما ايوب لور شوېده.او اوس د هغې د ماشومې وینه د ډي اين اې آزموینه یا ټيسټ کېږي .د پښتونخوا حکومت لخوا د ښځو د تحفظ کمیشن اداره وايي چې دا له هغې سره د ترسره شوي تېري یو څرګند ثبوت دی او تمه یې ښودلې چې اوس به په عدالت کې د هغې مقدمه ډېره ژر هواره شي.

د ښځود تحفظ کمېټې یوې غړې فرزانه علي مشال ریډيو ته وویل چې د عظما ایوب ماشومه به اوس د دوی کار اسان کړي چې له هغې سره د جنسي تېري کس ومومي.هغه زیاتوي،دا یوه ماشومه نه بلکې ښکاره ثبوت دی او د ماشومې ډی این آې ټیسټ شوی او هغه یې د نورې کاروايي لپاره استولی دی.ددې په خبره اوس سل په سله کار اسانه شوی دی چې اصل ملزم ونیول شي.

د خیبر پښتوخوا د خیرښېګړې ادارې وزیرې ستارې ایاز له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل چې عظما ایوب او د هغې ماشومه دواړه روغ رمټ دي او هر ډول طبي سهولت ورته شته دی.دا زیاتوي چې د دې مورپلار په خوندي لاسونو کې دي.

د یادونې وړ ده چې عظما ایوب وړمه کال د کرک ضلعې تختې نوسرتي سیمه کې د پولېس لخوا د هغوی پر کور د چاپې پر مهال له ځان سره بیولې وه چې بیا په بنو کې راښکاره شوه.

هغې په بنو کې د مشال ریډيو له خبریال عمردراز سره په خبرو کې ادعا کړې چې له هغې سره په بیا بیا د پولیس لخوا چې دا یې تېښتولې وه جنسي تېری شوی او له هغې امېدواره شوېده.دې ویلي وو که انصاف ورته ورنه کړل شو نو د پېښور عدالت مخې ته به خپل ځان ووژني.پروسږ کال په ډسمبر میاست هغوی خپل اپیل د کرک تختې نوسرتي عدالت ته وړوی وو چې د عدالتي کاروايي وروسته د هغې پر ورور عالمزیب ناڅرګندو کسانو د کچارۍ مخې ته ډزې وکړې او هغه یې ووژلی.

عظما ایوب وايي چې په پېښور های کورټ کې یې د انسپېکټر پير محسن شاه،اېس ایچ او امیر خان ،ایس آی حکیم خان پر ضد اپيل جمع کړی وو.او د پېښور های کورټ ددغه تورونو کسانو د نیولو امر وکړو.د تختې نوسرتي عدالت یوه قاضي هم د هغوی د نیولو امر جاري کړی دی. چې اوس نیول شوي دي.

د عظما د تېښتې کیسه


له مشال ریډيو سره په خبرو کې عظما ایوب پولیس زموږ پر کور چاپه ووهله دوی زما پر ورور عالمزیب د کور په وره کې ډزې وکړې او هغه یې له ځان سره بوتللو. هغه وخت ما ډوډۍ پخوله .ماته پته نه وه چې ورور مې په په پښه په ډزو لګېدلی او پولیس له ځان سره بیولی دی.امیر خان پولیسواله چې اوس په جیل کې دی.له ما یې ټیکله وغورځوله.او بیا دغه د پولیس درې کسانو زه بوتلم او په کلي کې مخالف کسان دي،زه یې هغو ته ورکړم.بیا اقبال ډاکټر راغلو هغه راته د نشې ستن ووهله.او بلې کوټې ته یې یووړم.بیا نصیب الله حال وراتېر کړ چې تر یوه میاشت پورې یې تمه کړۍ چې زه درشم.او بیا چې یوه میاشت پس نصیب الله راغلو نو اول هغه راسره جنسي تېری وکړ.او ماته به یې وویل چې واده راسره وکړه.هلته ما له دوی سره اوه اته میاشتې تېرې کړې.

د عظما ایوب بلې ډلې ته سپارل


اقبال ډاکټر بیا راته د نشې ستنه ووهله او د کاڼو یوې وړې کوټې کې مې سترګې رڼې شوې او په چیغو شوم چې ما خپل کورته بوځۍ.دا ځل چې کوم کسان وو د هغوی لویې لویې ږیرې وې او راته ویل یې چې موږ تا کورته نشو بیولای .ځکه چې موږ ته په پیسو اخیستې یې.دا هغه کسان نه وو چې زه یې په اول سر کې تېښولې وم.دا نور وو.ما په د کاڼو په دغه کوټه کې یوه میاشت تېره کړه او ما خپلو دغه کسانو ته چې زه یې نیولې وم قسم وخوړ چې زه به له تاسو نه هیچري نه ځم خو ما د کاڼو له دې کوټې وباسۍ.دوی راته وویل چې تا به ډېره اسماعیل خان ته بیایو.ته تیاره شه.ما ته یې ویل چې هلته زموږ د کور نورې انجونه دي له هغوی سره یوځای به یې.ما ځان تیارکړو او کله چې په تور ټوډي موټر کې سپاره وو نو یوې علاقې ته را ورسېدو.دوی خپلو کې خبرې کولې چې اوس بنو ته راورسېدو.

د عظما ایوب خوشي کېدل


هلته دوی موټر له یوې ونې سره ودرول او دواړه له موټره کښته شول.ما له دې ګړۍ ګټه پورته کړه او له موټره راووتم د بازار پر خوا مې منډه کړه او خپل ورور ته ټیلیفون وکړ.هغه هلته راغلو او بیا یې زه عدالت ته بوتلم.هلته ما خپل بیان ورکړ.

عظما ایوب انصاف غواړي


عظما ایوب دعوی کوي چې وړاندې هم راسره پولیس زیاتی کولو او اوس یې هم پولیس راسره کوي.دعدالت مخې ته چې کله زما ورورو وژل کېدو نو ټول پولیس ولاړ وو.زما خو هسې ژوند خراب شوی دی او دوی راته ورور هم ووژلو.که ما ته انصاف نشو ملاوو نو زه به د پېښور عدالت مخې ته د ټولو په مخ کې پر ځان تېل اچوم او خپل ځان به ووژنم.زه د خپل حق د غوښتنې لپاره هیڅ نه شرمېږم.شرمېدل خو هغو ته پکار دي چې له ماسره یې ظلم او تېری کړی دی.
د عظما ورور زعفران هم له مشال ریډيو سره په خبرو کې وویل که په پاکستان کې ورته انصاف ملاو نه شو نو نړیوالو ته به خپل غږ ورسوي.

د کرک پولیس دریځ


د کرک پولیس ډي ایس پي ساجد وايي ،هغه وخت چې د عظما پر کور پولیس چاپه ووهله ددې ورور عالمزیب مفرور وو او پولیس ته مطلوب وو.او چاپه د هغه د ګرفتارۍ لپاره ووهل شوې وه.خو دی وايي چې عظما ایوب ته هر ډول تحفظ ورکولو ته تیار دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت دریځ


د پښتونخوا صوبې د خیر ښېګړې او د ښځو د پرمختګ وزیره ستار آیاز وايي چې د عظما ایوب په معامله کې وزیراعلی د ځانګړو اقداماتو غږ کړی چې ددې معاملې د پلټنو لپاره د کورونو چارو د سیکريټري په مشري یوه جرګګۍ یا کمېټي هم جوړه شوېده .

XS
SM
MD
LG